د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې د تورکیې او قطر پر اړیکو، نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو، پر غزې د اسرائیلو د بریدونو او بشري وضعیت په اړه خبرې وشوې.

2128112

ولسمشر اردوغان په دې ټیلیفوني خبرو کې وویل چې اسلامي نړۍ باید په غزې تړانګه کې د اسرائیلو د وحشي بریدونو د مخنیوي او د بشریت پر خلاف د ترسره شوو جنایتونو په سزا ورکولو کې په یووالي سره خپلې هڅې زیاتې کړي.

اردوغان وویل چې دا مهمه ده چې ژر تر ژره د اسرائیلو مخه ونیول شي او په سیمه کې د تاوتریخوالی د خپریدو د مخنیوي لپاره په عقل سره عمل وکړي.

په دې خبرو کې ولسمشر اردوغان او د قطر امیر ال ثاني یو بل ته د کوچني اختر مبارکي وویله.

اړوند خبرونه