اردوغان : تورکیې غزې ته څه باندې ۴۵ زره ټنه مرستندویه مواد استولي دي.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې تورکیې غزې ته څه باندې ۴۵ زره ټنه مرستندویه مواد استولي دي.

2126254
اردوغان : تورکیې غزې ته څه باندې ۴۵ زره ټنه مرستندویه مواد استولي دي.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې تورکیې غزې ته څه باندې ۴۵ زره ټنه مرستندویه مواد استولي دي.

ولسمشر اردوغان  په خپل ویډیویي پیغام کې  هیوادوالو ته  د کوچني اختر مبارکي وویله.

اردوغان په خپل پېغام كې وويل، موږ وښودله چې د فلسطينيانو په سخت وخت كې د دوى تر څنګ ولاړ يو.

"د تورکیې په توګه، موږ وښوده چې موږ په دې سختو شرایطو کې د فلسطین د خلکو تر څنګ ولاړ یو، د مرستې ټول مقدار چې موږ تر دې دمه سیمې ته لیږلي چې له ۴۵ زره ټنو څخه ډیر دي. انشاالله  چې موږ به له دې وروسته هم خپل فلسطیني ورونه یواځې پرینږدو  او تر هغه چې په غزه کې روانې وینې تویونې ودریږي او زموږ فلسطیني وروڼه د ۱۹۶۷ کال د سرحدونو پر بنسټ د ختیځ بیت المقدس د پلازمینې سره  یو آزاد فلسطیني دولت ترلاسه کړي له هغوې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړو.»

ولسمشر په خپل پیغام کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د عملیاتو په اړه هم یادونه وکړه.

"موږ تروریستي سازمانونو ته، له PKK څخه تر FETO او داعش پورې، چې زموږ د هیواد یووالي او زموږ د خلکو سوله او امنیت ګواښي، هیڅ ډول زغم ونه کړو. موږ به  په ټینګه سره هیواد  د  تروریزم د ډنډ د ایستلو لپاره خپله تګلاره پلي کوو."

همداشان ولسمشر اردوغان د کمکي اختر د رارسیدو له امله د ټولې نړۍ مسلمانانو او په ځانګړې توګه د تورکیې ملت ته مبارکي وویله.



اړوند خبرونه