د تورکیې د ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.

د تورکیې د  ملي امنیت شورا د ټولو هغو اکټورانو چې  تروریستي سازمانونو ته جسارت ورکوي  ، ددې ترهګرو سازمانونو سره د ارتباطاتو د پرې کولو او هر څه ژر ددوې سره ټولو علایقو د قطع کولو غوښتنه وکړه.

2125015
د تورکیې د ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.

د تورکیې د ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.

د تورکیې د  ملي امنیت شورا د ټولو هغو هیوادونو نه  چې  تروریستي سازمانونو ته جسارت ورکوي  ، ددې ترهګرو سازمانونو سره د ارتباطاتو د پرې کولو او هر څه ژر ددوې سره ټولو علایقو د قطع کولو غوښتنه وکړه.

ملي امنیت شورا د غونډې نه وروسته په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې تروریستي سازمانونه او د هغوی ملاتړي به په هیڅ صورت د سیمې په راتلونکي کې شامل نه شي او ویل شوي چې «د PKK/KCK-PYD/YPG ترهګریز سازمانونو لخوا په اروپا کې میشتو زمونږ هیوادوالو او نماینده ګیو باندې  بریدونه زمونږ  د  نږدې تعقیب لاندې دي. ټولو هغه هیوادونو نه چې دوې ته جسارت ورکوي غوښتنه کیږي چې هر څه ژر ددې ترهګرو سره خپل ارتباطات او اړیکې پرې کړي.

په اعلامیه کې همداراز پر نړیوالې ټولنې غږ شوی چې د غزې پر خلکو او مرستندویه موسسو باندې د اسرائیلو د بریدونو د پای ته رسولو او د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره د هڅو ملاتړ وکړي.



اړوند خبرونه