د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې په اړه د ولسمشر اردوغان غوڅ پیغام

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل مونږ هوډ لرو چې ټولو ته وښیو چې د تورکیې او سیمې په راتلونکې کې د ترهګرۍ لپاره هیڅ ځای نشته.

2124527
د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې په اړه د ولسمشر اردوغان غوڅ پیغام
ERDOĞAN

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل مونږ هوډ لرو چې ټولو ته وښیو چې د تورکیې او سیمې په راتلونکې کې د ترهګرۍ لپاره هیڅ ځای نشته.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د ولسمشرۍ کمپلکس د نندارتون په تالار کې د پولیسو، جاندارم  او ساحلي ګارد منسوبینو سره د روژه ماتي په پروګرام کې وکړې.

اردوغان دلته په خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار سره چې ترهګري یوه جلا موضوع ده چې باید له سیاست څخه پورته وګڼل شي، وویل: له PKK څخه تر FETO، له داعش څخه تر DHKP/C پورې ټول تروریستي سازمانونه له  یو بل کوم توپیر  نلري او پرته د هر ټول ټوپیر نه ټول زموږ د ملت او دولت دښمنان دي. موږ د ترهګرۍ پر وړاندې په ډېره اغیزمنه او بریالۍ توګه مبارزه کوو.

اردوغان د دې په بیانولو سره چې په کور دننه او بهر د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د تورکیې د ستراتیژۍ میوه ترلاسه کړې ده، اردوغان وویل چې دوی د پرلپسې عملیاتو په پایله کې بیلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان د له منځه تلو په حال کې دی.

ولسمشر اردوغان وویل " مونږ په سوریه او عراق کې د خپلو عملیاتو په پایله کې د داعش او PKK-YPG ترهګرې ډلې د خپلو پولو نه شړلي دي. هیله لرو چې مونږ په کلک هوډ سره خپلو هغو مثبتو ګامونو ته دوام ورکړو چې هر چا ته دوست او دښمن ښکاره کړو. د تورکیې او سیمې په راتلونکې کې د ترهګرۍ لپاره هیڅ ځای نشته.»



اړوند خبرونه