په تورکیه کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه
د تورکیې د چناق قلعه په ولایت کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ګنشمیر کډوالو ژوند د لاسه ورکړ.
د تورکیې د چناق قلعه په ولایت کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ګنشمیر کډوالو ژوند د لاسه ورکړ.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د چناق قلعه ولایت ایجه آبات د ولسوالۍ په ساحل کې د غیرقانوني کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو په پایله کې ۱۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
بېړۍ چې ناقانونه کډوال پکې سپاره وو د ایجه آبات ولسوالۍ له ساحل څخه شاوخوا اته کیلومتره لرې ډوبه شوه.
د پیښې نه وروسته د ژغورنې کښتۍ او امبولانسونه سیمې ته واستول.
د لومړنیو موندنو له مخې، د ناقانونه کډوالو له ډلې څخه ۱۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
۲ تنه د خپلو هلو ځلو سره ژغورل شوي او ۲ تنه د ژغورنې د ټیمونو لخوا ژغورل شوي دي.
د چناق قلعه ولایت والي الهامي اکتاش وویل، "په وژل شویو کې څلور تنه ماشومان او نوزادان هم شتون لري."
والي ویلي دي چې په کښتۍ کې د سپرو کسانو د کره شمېر د معلومولو لپاره هڅې روانې دي.