په غزه کې د اسرائیلو د وینو تویولو د مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکې هڅې دوام لري.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان  د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا فوق العاده غونډه د سعودي عربستان په جده ښار کې جوړه شوه.

2111619
په غزه کې د اسرائیلو د وینو تویولو د مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکې هڅې دوام لري.

په غزه کې د اسرائیلو د وینو تویولو د مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکې هڅې دوام لري.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان  د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا فوق العاده غونډه د سعودي عربستان په جده ښار کې جوړه شوه.

پدې غونډه کې د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم ګډون کړی وو.

د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان  د بهرنیو چارو د وزیرانو په فوق العاده غونډه کې، د تورکیې په وړاندیز، د غزې د کړکیچ د حل لپاره د سولې د نړیوال کنفرانس د جوړولو غوښتنه وکړه.

په دې غونډه کې ټینګار وشو چې د فلسطینی ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره باید یو میکانیزم جوړ شي.

همداشان پدې غونډه کې  په نړیوالو سازمانونو په ځانګړې توګه په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو د غړیتوب د ځنډولو په خاطر د اقداماتو د ترسره کولو غوښتنه وشوه.

همداشان د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش نه غوښتنه وکړه چې د ماشومانو او وسله والو شخړو په اړه د کلني راپور په ضمیمه کې  اسرائیل د ماشومانو پروړاندې د سرغړونو له امله په تور لیست کې شامل کړي.

د د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان  غړي هیوادونه وهڅول شول چې د عدالت په نړیواله محکمه کې په قضیه کې دخیل شي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې له غړیو هیوادونو څخه وغوښتل شول چې په فلسطین کې ترسره شوي جنایتونه محکمې ته وړاندې کړي.

په پریکړه لیک کې د سازمان له غړو هیوادونو څخه غوښتنه شوې چې د ملګرو ملتونو د بشپړ غړیتوب لپاره د فلسطین د هڅو ملاتړ وکړي.

همداشان د هغه هیوادونو نه چې فلسطین يي تر اوسه پورې په رسمیت ندي پیژندلی غوښتنه وشوه چې هر څه ژر  فلسطين په رسميت وپېژني.

د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۲ زرو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر ۷۳ زرو ته لوړ شوی دی.



اړوند خبرونه