د اذربایجان ولسمشر د بیا ټاکل کیدو نه وروسته خپل لومړنی بهرنی سفر تورکیې ته وکړ

د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف د فبرورۍ په اوومه په خپل هېواد کې د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته په خپل لومړني رسمي سفر تورکیې ته راغی.

2104001

د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: « د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف زموږ د ولسمشر رجب طیب اردوغان د بلنې سله مخې د فبرورۍ په ۱۸مه د دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی. په بیان کې راغلي دي چې دا سفر په اذربایجان کې د فبروري په ۷ مه نیټه ترسره شوي د ولسمشرۍ د ټاکنو نه وروسته د اذربایجان د ولسمشر الهام علي یف لومړنی بهرنی سفر دی.

په بیان کې راغلي دي چې ددې سفر په ترڅ کې به په لیدونو کتنو کې ، د تورکیې او اذربایجان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په ټولو اړخونو له سره کتنه وشي او همکاریو د لا ودې په موخه به د اوچتیدونکو ګامونو په اړه د نظرونو تبادله وشي. د اوسنیو سیمه ایزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه به هم په هر اړخیزه توګه خبري وشي."

اړوند خبرونه