تورکیې د اسرائیلو لخوا د غزې ټرانګې د رفاح پر ښار د بریدونو په اړه سخت غبرګون وښود.
تورکیې د اسرائیلو لخوا د غزې ټرانګې د رفاح پر ښار د بریدونو په اړه سخت غبرګون وښود.
تورکیې د اسرائیلو لخوا د غزې ټرانګې د رفاح پر ښار د بریدونو په اړه سخت غبرګون وښود.
تورکیې د غزې د تړانګې په رفاح ښار کې د اسرائیلو د بریدونو د زیاتیدو په اړه اندیښنه وښوده.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:
"موږ په غزه کې د ویجاړیو او قتل عامونو څخه وروسته په رفاح ښار باندې د اسرائیلو د زیاتیدونکو بریدونو په اړه ډیر زیات اندیښمن یو . تورکیه پر غزې د اسرائیلو روان وحشیانه او ظالمانه بریدونه په کلکو ټکو غندي.
"موږ پر نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا غږ کوو چې د اسرائیلو د وحشت د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي."
د ویلو ده چې اسرائیلو په رفاح ښار په ترسره کړو بریدونو کې تر سلو ډیر ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او په سلګونو تنه نور ټپيان شوي دي.
د رفاح ښار مسؤولینو ویلي دي چې اسرائیلو په ځانګړې توګه د ملکي وګړو په کورونو بریدونه کړي دي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.