ولسمشر اردوغان : مونږ هر څه ژر د ۲۰۰ زرو کورونو د جوړولو چارې بشپړې او په مستحقینو وویشو
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی به د روان کال تر پایه په زلزله ځپلو سیمو کې ۲۰۰ زره کورونه په مستحفینو د سپارولو چارې بشپړې کړي او تر ډیره حده به د خلکو عاجلې اړتیاوې پوره کړي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی به د روان کال تر پایه په زلزله ځپلو سیمو کې ۲۰۰ زره کورونه په مستحفینو د سپارولو چارې بشپړې کړي او تر ډیره حده به د خلکو عاجلې اړتیاوې پوره کړي.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې ښاروالیو په ټاکنو کې د شانلي اورفا ولایت او ولسوالیو لپاره د عدالت او پراختیا ګوند د نوماند ښاروالانو د اعلانولو په غونډه کې وکړې .
اردوغان وویل چې دوی پرون د فبرورۍ د شپږمې زلزلې د لومړۍ کلیزې په مناسبت په قهرامانماراش کې د هغو کورونو د قرعه کشۍ او چابي تحویلۍ مراسم ترسره کړل چې ساختماني چارې یې بشپړې شوې وې.
د یادولو ده چې دوی په تیرو ورځو کې په هاتای او غازیانټیپ کې ورته مراسم ترسره کړل،.
"ډیر ژر به موږ د ۱۳۱۴ کورونو د قرعه کشۍ او د چابي د تحویلۍ مراسمو کې برخه واخلو، چې ساختماني چارې بشپړې شوي دي. د کال تر پایه، موږ به د زلزلې په سیمه کې د ۲۰۰ زرو کورونو د جوړولو چارې بشپړې کړو او تر ډیره حده به بیړنۍ اړتیاوې پوره کړو."
" تورکیې چې کله هم له شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره د خپل پرمختګ، پرمختګ او ودې کچه لوړه کړي، په سمدستي توګه ناوړه سناریوګانې په عمل کې راځي."
هغه د ۲۰۱۳ کال د ګیزي پیښې، د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان (FETO) د کودتا هڅې، او د ترهګریزو سازمانونو لکه PKK، DHKP-C او داعش ترهګرې ډله د دې مثالونو په توګه یاد کړ.
ولسمشر اردوغان څرګنده کړه چې دوی د ملت سره اوږه په اوږه ودرېدل دا ټولې لوبې یې یو په بل پسې ماتې کړې.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله