ولسمشر اردوغان د نایجر د لومړي وزیر سره لیدنه وکړه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نایجر د لومړي وزیر او د اقتصاد او مالیې وزیر علي مهاماني الامین زین سره لیدنه وکړه.

2096496
ولسمشر اردوغان د نایجر د لومړي وزیر سره لیدنه وکړه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نایجر د لومړي وزیر او د اقتصاد او مالیې وزیر علي مهاماني الامین زین سره لیدنه وکړه.

امین زین چې د ولسمشر اردوغان په بلنه تورکیې ته په رسمي سفر راغلی وو د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ترینه  تود هرکلی وشو.

ولسمشر اردوغان د دواړو هیوادونو د هیئتانو د معرفي کیدو نه وروسته  امین زین سره لیدنه وکړه.

پدې لیدنه کې چې د رسنیو نه د بندو دروازو تر شا ترسره شوه، د تورکیې  د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر هم په کې ګډون کړی وو. ولسمشر اردوغان د میلمه لومړي وزیر سره د کاري میلمستیا پر مهال لیدنه وکړه.



اړوند خبرونه