ولسمشر اردوغان فضا ته د تورکیې د لومړني ستورمزلي د استولو په اړه څرګندونې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې مونږ د تورکیې جمهوریت دویمې پیړۍ ته لومړنی ستورمزلی فضا ته د استولو د ماموریت سره داخل شو.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې مونږ د تورکیې جمهوریت دویمې پیړۍ ته لومړنی ستورمزلی فضا ته د استولو د ماموریت سره داخل شو.
ولسمشر اردوغان د ملي فضايي پروګرام د لومړي پړاو " فضا ته د ستورمزلي د استولو ماموریت" په چوکاټ کې یو ویډیويي پیغام خپور کړ.
ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې وویل " مونږ ټول په ګډه د یوې تاریخي شیبې شاهدي کوو ، په داسې یوې دوره کې قرار لرو چې زمونږ ګډ غرور خپل اوج ته رسیدلی دی، مونږ د تورکیې جمهوریت دویمې پیړۍ ته لومړنی ستورمزلی فضا ته د استولو د ماموریت سره داخل شو. د یوه داسې تمدن د وارثانو په توګه چې د ساینس په تاریخ کې یې بې ساري مرستې کړي دي، خپل ماموریت له سره پیلوو. دا زموږ لپاره یو ډیر ارزښتناک نوی پیل دی. دا ماموریت زمونږ د هغه ځوانانو لپاره چې د روښانه سترګو سره افق ته ګوري او د هغه ماشومانو لپاره چې خیالونه يي پدې نړۍ کې نه ځایږي د الهام د سرچینې په توګه خپل یو تن هیوادوال او لومړنی ستورمزلی فضا ته استوو. "
د سپیس ایکس فضایي بیړۍ، د تورکیې د لومړي ستورمزلي الپر ګیزراوجي په ګډون، د امریکا د کینیډي له فضايي مرکز څخه په ځايي وخت د مازیګر په ۴ بجو او ۴۹ دقیقو په بریالیتوب سره وتوغول شوه. دغه فضايي بیړۍ به له توغولو ۳۶ ساعته وروسته نړیوال فضايي سټیشن ته ورسیږي.