هاکان فیدان :ورځ زموږ د ګډو هڅو او د فلسطینیانو د مقاومت له امله،په عمومي اسامبله کې څوکۍ لري.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د اسرائیل پلوه رسنیو د غلطو معلوماتو سره د مبارزې په اهمیت ټینګار وکړ.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د اسرائیل پلوه رسنیو د غلطو معلوماتو سره د مبارزې په اهمیت ټینګار وکړ.
هغه وویل "نړیوال حقوق زموږ تر ترڅنګ دي. نن ورځ زموږ د ګډو هڅو او د فلسطینیانو د مقاومت له امله، فلسطین په عمومي اسامبله کې څوکۍ لري."
هاکان فیدان د اسلامي همکاریو د سازمان او د عربي ټولنې غزې تماس ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې د ملګرو ملتونو د ۷۹مې عمومي غونډې په څنډه کې د امریکا په نیویارک ښار کې جوړه شوه ګډون وکړ.
فیدان وویل چې دوی د نوامبر راهیسې د "اسرائیلو نسل وژنې" بندولو او د فلسطیني ملکي وګړو د روانو بریدونو په اړه د نړیوال پوهاوي د کچې د لوړولو لپاره ترټولو غوره هڅه کوي، او دا چې د دې اونۍ په غونډو او دوه اړخیزو خبرو اترو کې باید د فلسطین پر وضعیت چې چاقو هډوکې ته رسیدلی دی او ددې په خطرناکو پایلو باید تمرکز وکړو .
فیدان د اسرائیل پلوه رسنیو د غلطو معلوماتو سره د مبارزې" اهمیت ته په اشارې سره وویل چې دا ډول غلط خبرونه او داستانونه "د اشغال ژورولو لپاره کارول کیږي"، فیدان وویل: "نړیوال حقوق زموږ تر څنګ دی. نن ورځ زموږ د ګډو هڅو او د فلسطینیانو د قوي مقاومت له برکته فلسطین په عمومي اسامبله کې څوکۍ لري.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په سوریه کې د مخالفینو هدف پلازمینه دمشق دی.
ولسمشر اردوغان په استانبول کې د جمعې د لمانځه نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.