فیدان : د غزې جګړه په تلو تلو کې په یو لوی ګردآب باندې بدلیږي

د تورکې  د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په بحرالاحمر، سوریه او عراق کې د وروستیو پيښو په اړه خبرداری ورکړ.

2089327
فیدان : د غزې جګړه په تلو تلو کې په یو لوی ګردآب باندې بدلیږي

د تورکې  د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په بحرالاحمر، سوریه او عراق کې د وروستیو پيښو په اړه خبرداری ورکړ.

هغه وویل دا باید غلطه نه وي چې اوس په بحرالاحمر، عراق او سوریه کې  چې څه پیښیږي او د دغه شان حملو متقابل تفاهم د دې ښودنه کوي چې په غزه کې پيل شوې جګړه په یو لوی ګرداب د بدلیدو په درشل کې ده.  

د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په انقره کې د کروشیا د بهرنیو چارو له وزیر ګورډن ګرلیک راډمن سره په ګډه خبري غونډه کې خبرې وکړې.

وزیر فیدان وویل، موږ وینو چې د جګړې په تړاو جدي خطرونه شته.هغه په ​​غزه کې وروستي وضعیت ته په اشارې سره وویل، زه یو ځل بیا ټولې نړیوالې ټولنې ته بلنه ورکوم چې د دایمي اوربند لپاره د هڅو ملاتړ وکړي.

وزیر فیدان د بحرالاحمر د کړکیچ او په اربیل د ایران بریدونو اړوند  سیمې ته د جګړې د خپریدو د خطر په اړه پوښتنې په ځواب کې وویل،

"دا یوه وړاندوینه ده چې په غزه کې پیل شوې جګړه به په یوه لوی ګردآب  بدله شي"

"موږ د دې پروسې په پیل کې ویلي وو چې ددې بهیر نه  به لویه جګړه او یا هم لویه سوله را منځ ته شي. ځینو هېوادونو د غزې جګړه په سیمه کې لا پراخې جګړې باندې د اړولو په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅه وکړه خو موږ او زموږ د نورو ملګرو له جدي هڅو سره د سولې د ژبې د رامنځته کولو په برخه کې پرمختګ شوی دی، په ځانګړې توګه دا نظر چې د دې کړکېچ د پای ته رسولو لپاره اړینه ده چې د دوه دولتونو حل لارې چارې ولټوی، نږدې ټولو منل شوی دی.

موږ ګورو چې د جګړې سره تړلي جدي خطرونه شتون لري. پداسې حال کې چې په غزه کې قتل عام دوام لري، موږ هم  سیمې ته ددې جګړې د  خپریدو خطر څرګند کړ. پداسې حال کې چې هرچا تمه درلوده چې ددې جګړې لمن به لومړی  لبنان ته وغځیږي او له هغه ځای څخه به پیل شي، دا پیښه د نورو ځایونو څخه راپورته شوه. لکه څنګه چې تاسو وویل، دا باید د ګمراهۍ وړ نه وي چې وګورئ چې دا مهال په سور سمندر، عراق او سوریه کې څه پیښیږي، دا ډول بریدونه او د موقفونو متقابل تفاهم د دې وړاندوینه کوي چې په غزه کې روانه جګړه به په یو لوی ګردآب بدله شي. "



اړوند خبرونه