اردوغان : د ډیموکراسۍ ټول مدافع سازمانونه د غزې په مسئله کې ناکام شوي دي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د غزې په تړانګه کې د انساني کرامت  نه د دفاع په خاطر د ډول ډول  فشارونو  لاندې راغلو ساینس پوهانو باندې غږ وکړ چې د تورکیې د پوهنتونونو دروازې ستاسو پر مخ خلاصې دي.

2081494
اردوغان : د ډیموکراسۍ ټول مدافع سازمانونه د غزې په مسئله کې ناکام شوي دي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د غزې په تړانګه کې د انساني کرامت  نه د دفاع په خاطر د ډول ډول  فشارونو  لاندې راغلو ساینس پوهانو باندې غږ وکړ چې د تورکیې د پوهنتونونو دروازې ستاسو پر مخ خلاصې دي.

ولسمشر اردوغان د تورکیې د ساینسي او تخنیکي څیړنو شورا  او د ترکیې د علومو اکاډمۍ  د ساینسي جایزو په مراسمو کې چې په انقره کې د بیشتپې ملي کانګرس او کلتوري مرکز کې جوړ شوي وو وینا وکړه.

اردوغان په غزه کې د اسرائیلو لخوا روان قتل عام په اړه خپل غبرګون یو ځل بیا څرګند کړ.

اردوغان ټینګار وکړ چې ټول هغه بنسټونه چې د ډیموکراسۍ لپاره به يي تبلیغ کولو او په توګه یې خدمت کړی، د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه نیولې تر اروپایی ټولنې، رسنیو سازمانونو نه تر  ژورنالیستانو پورې د غزې په مسئله کې  په امتحان کې پاتې راغلي دي. دا ټول په غزه کې د اسرائیلو د وحشي او ظالمانه بریدونو په اړه ناکام شوي دي.

"موږ پوهیږو هغه ادارې چې لویې خبرې کوي او لویه بودیجه مصرفوي کله چې د اسرائیلو او اسرائیلو ظلمونو خبره راشي  دوی منځونه تش شي. "

اردوغان اسراییلو ته په خطاب کې چې د اکتوبر له اوومې راهیسې د فلسطین په اشغال شوې خاوره کې قتل عام کوي، وویل:

" ایا د هټلر او ستاسې ترڅنګ څه توپیر شتون لري؟ دوې به مونږ د هټلر په انتظار کړي. ایا هغه څه  چې نن نتنیاهو ترسره کوي هغه د هټلر نه کم دي؟ "نه،"

ولسمشر اردوغان وویل چې له بده مرغه نه یواځې نړیوال سازمانونه بلکې د لویدیځو هیوادونو مخکښ پوهنتونونه هم د غزې په مسئله کې له ماتې سره مخ شوي دي.

ولسمشر اردوغان وویل د ۸۰ کاله مخکې نازي جرمني په څیر نن ورځ چې هر هغه ساینس پوه او عالم چې د په غزه کې د روانو ظلمونو په اړه د غږ اوچتولو جرئت وکړي سمدلاسه د هرې خوا نه د فشار لاندې راځي. سمدلاسه ګواښل کیږي .

خو زه په ټولو هغه ساینس پوهانو او عالمانو چې په غزه کې د بشري کرامت نه د دفاع په خاطر د فشار لاندې وي او یا ګواښل کیږي د تورکیې د ټولو پوهنتونونو دروازې ستاسې پر مخ پرانیستې دي. زمونږ دروازې ستاسې پر مخ خلاصې دي.



اړوند خبرونه