ولسمشر اردوغان د صربستان او مصر د ولسمشرانو سره جلا جلا ټیلیفوني خبرې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د صربستان له ولسمشر الکساندر ووچیچ او د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په جلا جلا توګه ټیلیفوني خبرې وکړې.

2079091
ولسمشر اردوغان د صربستان او مصر د ولسمشرانو سره جلا جلا ټیلیفوني خبرې وکړې
erdogan-sisi.jpg

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د صربستان له ولسمشر الکساندر ووچیچ او د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په جلا جلا توګه ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې اردوغان د ووچیچ سره د پدې ټیلیفوني خبرو کې هغه ته یو ځل بیا  د صربستان ولسمشر په توګه  د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله.

په دې ټيلیفوني خبرو کې د تورکیې او صربستان ترمنځه په اړیکو، نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو هم خبرې وشوې.

ولسمشر اردوغان وویل چې په نوې دوره کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د قوي اړیکو او همکاریو پراختیا دوام وکړي.

همداشان ولسمشر اردوغان د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره هم ټیلیفوني خبرې وکړې.

د اردوغان او سیسي ترمنځه په ټیلیفوني خبرو کې د فلسطین پر خاوره د اسرائیلو د بریدونو او غزې ته د بشري مرستو د رسولو پر هڅو خبرې وشوې.

اردوغان د غونډې په ترڅ کې ټینګار وکړ چې د اسلامي هېوادونو لپاره اړینه ده چې په یووالي کې د دایمي اوربند د تامین لپاره پیل شوو هڅو ته دوام ورکړي.

په دې ټيلیفوني خبرو کې اردوغان  د مصر ولسمشر سیسي ته یو ځل بیا  د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه چې نوی دوره به د تورکیې او مصر د اړیکو لپاره ګټوره وي.



اړوند خبرونه