د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هنګري د لومړي وزیر ویکتور اوربان په بلنه بوداپست ته تللی دی.

ولسمشر اردوغان هنګري ته تللی دی

2077958
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هنګري د لومړي وزیر ویکتور اوربان په بلنه بوداپست ته تللی دی.
erdoğan.jpg

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هنګري د لومړي وزیر ویکتور اوربان په بلنه بوداپست ته تللی دی.

له ولسمشر اردوغان نه د بوداپست په فیرنک لیزټ نړیوال هوايي ډګر کې د هنګري د بهرنیو چارو او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر پیټر سیجارتو، په انقره کې د هنګري سفیر ویکتور ماتیس، د هنګري د بهرنیو چارو د وزارت د پروتوکول عمومي رئیس انیټ ورګا، په بوداپست کې د تورکیې د سفیرې ګلشن قره نیس هر کلی وکړ.

هنګري ته د اردوغان سفر د تورکیې او هنګري ترمنځه په لومړۍ نړۍواله جګړه کې د پرې شوو اړیکو د بیرته رغولو په موخه د لاسلیک شوي د  دوستۍ د تړون د سلمې کلیزې په مناسبت هم د ځانګړې اهمیت نه برښمند دی.

تمه ده چې د دې سفر په ترڅ کې به د دوه اړخیزو سیاسي، دیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو ارزونه وشي.

اردوغان به د هنګري له ولسمشرې کاتالین نوواک او لومړي وزیر ویکتور اوربان سره وګوري.

په لیدونو کې به په اروپايي ټولنه کې د تورکیې د غړیتوب او غزې په وروستي وضعیت، د تورکیې او هنګري په اقتصادي او سیاسي اړیکو په ګډون په یو زیات شمیر مسئلو خبرې وشي.

همداشان ددې سفر په ترڅ کې به د تورکیې او هنګري ترمنځه په لوړه کچه د ستراتیژیکو همکاریو شورا غونډه هم وشي.

تمه کیږي چې ددې سفر په ترڅ کې د تورکیې او هنګري ترمنځه په اقتصادي، سیاسي، انرژۍ، دفاعي صنایعو او کولتوري په برخو کې ۱۶ د همکارۍ سندونه لاسلیک شي.



اړوند خبرونه