د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له امریکا وغوښتل چې پر اسرائیلو له خپل نفوذ څخه په استفادې پر غزې د بریدونو مخه ونیسي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له امریکا وغوښتل چې پر اسرائیلو له خپل نفوذ څخه په استفادې پر غزې د بریدونو مخه ونیسي.
د ډیپلوماتیکو سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، وزیر فیدان د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره تیلیفوني خبرې وکړې.
په دې ټيلیفوني خبر کې چې د امریکا په غوښتنه ترسره شوې، د دواړو هېوادونو پر اړیکو او سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو هم خبرې وشوې.
د ملاقات په مهال د امريكې او توركيې ترمېنځه په اړيكو كې د اتحاد د روح مطابق عمل كولو په اهميت ټينګار وشو، د سويډن د ناټو غړيتوب، د اېف ۱۶ مسئلې او د دفاعي صنعت په برخه كې د همکارۍ په اړه هم خبرې وشوې.
په دې ملاقات کې چې د اسرائیلو او فلسطین په کړکېچ هم خبرې وشوې. فیدان په غزه او لوېدیځه غاړه کې د وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړ او له امریکا یې وغوښتل چې پر اسرائیلو له خپل نفوذ څخه په استفادې د بریدونو مخه ونیسي.
وزیر فیدان ټینګار وکړ چې اسرائیل باید د بشپړ اوربند له رامینځته کیدو وروسته د دوه دولتی حل پر بنسټ د عادلانه او تلپاتې سولې د رامینځته کولو لپاره د سیاسي پروسې د پیل لپاره میز ته راوستل شي.