تورکيې د فلسطین د جينين د کډوالو په کمپ کې د اسرائيلو تحریک امیزه اقدامات په کلکه وغندل.

تورکیه : د اسرائیلي ځواکونو لخوا په جوماتونو چاپې او زمونږ مقدساتو ته بې حرمتي د منلو وړ نده او په کلکه توګه يي غندو

2076881
تورکيې د فلسطین د جينين د کډوالو په کمپ کې د اسرائيلو تحریک امیزه اقدامات په کلکه وغندل.

تورکيې د فلسطین د جينين د کډوالو په کمپ کې د اسرائيلو تحریک امیزه اقدامات په کلکه وغندل.

د تورکیې  بهرنیو چارو د وزارت ویاند ، په خپرو کړې بیان کې ویلي دي چې

د اسرائیلو د امنیتي ځواکونو لخوا د جنین د کډوالو په کمپ د چاپې پر مهال یو جومات ته ننوتل او هلته هلته ټول مقدسات د خپو لاندې کول او جومات ته بې حرمتي کول د منلو وړ ندی او مونږ دا تحریک امیزه اقدام په کلکو ټکو غندو. هغه ویلي دي چې په سیمه کې د غیرې قانوني یهودي ناقلینو لخوا لخوا روانه ترهګري او د اسرائیلو د امنیتي ځواکونو لخوا په ناحقه د فلسطینیانو په نښه کولو د سیمې امنیتي د پام وړ خراب کړی دی.

"موږ تمه لرو چې په ختیځ بیت المقدس او لوېدیځه غاړه کې د مسلمانانو پر سپېڅلو ځایونو بریدونه سمدستي پای ته ورسېږي او هغه کسان چې دا پارونکي اعمال ترسره کوي، تر ټولو سخته سزا ورکړل شي."

ویاند په ډاګه کړه چې سیمه نور سولې ته اړتیا لري، تاوتریخوالی او جګړو ته نه.

اسرائيلي عسکرو د لويديځې غاړې په جنين ښار کې د چاپې پر مهال يو جومات اشغال کړی او يو تن اسرائیلی سرتیری د جومات د منبر په مخکې  په مايکروفون کې د یهودانو دعا لوستې ده.

همداشان په خپره شوې ویدیو کې ښکاري چې اسرائیلي سرتیري د بوټانو سره په جومات کې ګرځي او اسلامي ارزښتونو ملنډې وهي.

د اسرائیلو پوځ د دغو ویدیوګانو په اړه څه نه دي ویلي.



اړوند خبرونه