فخرالدین التون : اصلي فعالین چې د حقایقو لپاره مبارزه کوي عامه نشرات دي.

د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو  رئیس فخرالدین التون وویل چې په ډیجیټل دور کې د عامه نشراتو اهمیت ډیر شوی او د مثال په توګه یې د تورکیې راډیو او تلویزیون (TRT) یادونه وکړه.

2075088

التون د ټي آر ټي ورلډ فورم ۲۰۲۳  د "ډیجیټل دور کې عامه نشرات، ننګونې او فرصتونه" تر سرلیک لاندې غونډې ته وینا وکړه.

التون وویل چې عامه خپرونکي باید د دې وړتیا ولري چې د لوړ کیفیت معیارونو ساتلو ترڅنګ د ګړندي بدلون ګټو او ذوقونو خطاب وکړي.

" د عامه اړیکو ریاست په توګه، موږ د دې تمایلاتو څخه ډیر ښه خبر یو او د تورکیې ملي راډیو تلویزیون په برخه کې، زموږ د عامه نشراتو عمده برخه ده. مونږ په اصل کې په ټي آر ټي باندې ډیر ستر او  د پام وړ پانګونې کړي دي."

التون په ډیجیټل دور کې د عامه نشراتو په اهمیت باندې د ټینګار سره، په دې پروسه کې د ټي آر ټي  لخوا معیاري نشراتو ته پاملرنه وکړه.

"زموږ په انګلیسي، عربي او نورو سیمه ایزو ژبو کې  نشرات ډیری وختونه د ډیرو سترو نشراتي ارګانونو د  پروګرامونو سره سیالي کوي."

هغه  په دې باندې په ټینګار سره چې غلط معلومات په مستقیم ډول د انسان ژوند، عامې روغتیا، ډیموکراسۍ او اقتصاد تهدیدوي، وویل چې اصلي فعالین چې د حقایقو لپاره مبارزه کوي عامه خپرونکي دي.

اړوند خبرونه