امریکا یونان ته د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر هر کلی کړی دی.

امریکا ویلي دي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د یونان د لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس ترمنځ د لیدنې هرکلی کوي.

2074141

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په یوه بیان کې ویلي:

امریکا د تورکیې د ولسمشر اردوغان او د یونان د لومړي وزیر میتسوتاکیس ترمنځ د لیدنې له امله خوښي څرګندوي او هر کلی کوي. په خبرپاڼه کې راغلي،

"امریکا د یونان او تورکیې ترمنځ په هره کچه د دوه اړخیزو خبرو اترو ملاتړ کوي چې په سیمه کې د سولې، امنیت او سوکالۍ د ودې لپاره ددوې په ګډه کار کول ځانګړی اهمیت لري."

ولسمشر اردوغان پرون اتن ته سفر وکړ او د میتسوتاکیس سره يي د همکارۍ د عالي شورا په چوکاټ کې تړونونه لاسلیک کړل.

د دواړو هېوادونو مشرانو وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.  په دې ګډه خبري غونډه کې د خبرو اترو او همکاريو د پراختيا پيغام ورکړ شو.

اړوند خبرونه