ولسمشر اردوغان : نتانیاهو د خپل سیاسي ژوند د اوږدولو په خاطر د سیمې امنیت خطر سره مخامخ کړی

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو د خپل سیاسي ژوند د اوږدولو په موخه زمونږ د ټولنې سیمې امنیت او راتلونکي د خطر سره مخامخ کړی دی.

2073206
ولسمشر اردوغان : نتانیاهو د خپل سیاسي ژوند د اوږدولو په خاطر د سیمې امنیت خطر سره مخامخ کړی

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو د خپل سیاسي ژوند د اوږدولو په موخه زمونږ د ټولنې سیمې امنیت او راتلونکي د خطر سره مخامخ کړی دی.

د تورکیې ولسمشر رجب اردوغان قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې تیره ورځ  د خلیج د همکاریو شورا په سرمشریزه کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې یو ځل بیا پر اسرائیلو او په ځانګړې توګه د اسرائیلو په لومړي وزیر نتانیاهو سختې وکړې.

اردوغان په خپلو خبرو کې پر غزې د اسرائیلو بریدونو ته په اشارې سره وویل ، د نتانیاهو اداره د خپل سیاسي ژوند د اوږدولو په خاطر زموږ د ټولې سیمې امنیت او راتلونکې له خطر سره مخامخ کوي.

اردوغان وویل " زموږ لومړیتوب سمدستي یو  دایمي اوربند ته زمینه برابرول او د اوربند ټینګول  او پرته د ځنډه  د بشردوستانه مرستو جریان ډاډمن کول دي." اردوغان زیاته کړه د اسرائیلو په بریدنو کې نږدې  ۱۷ زره بې ګناه فلسطینیان په قتل رسول شوي دي  چې ډیری ښځې او ماشومان دي. دا په ښکاره توګه  د بشریت ضد جنایت او جنګي جنایت دی. اسرائیل باید ددې جنایتونو حساب ورکړي. ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې  «موږ باید اجازه ورنکړو

'موږ د تضمین په شمول هر ډول  مسؤلیت اخیستو ته چمتو یو' ولسمشر اردوغان د دې په پام کې نیولو سره چې د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د اسلامي همکاریو د سازمان او عرب لیګ په فوق العاده ګډې سرمشریزه کې د فلسطین له خلکو سره پیوستون په څرګند ډول څرګند شو.

"د غزې د کړکېچ په اړه دغه ګډ دریځ د سیمې د هېوادونو په توګه خپلو ستونزو ته پخپله د حل موندولو په برخه کې یوه ښه  بېلګه ده. مهمه دا ده چې په سرمشریزه کې شوې پرېکړې تعقیب کړو. د تماس ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په بېلابېلو هېوادونو کې غونډې کړې او دا لړۍ به دوام وکړي. په غزه کې د لنډمهاله بشردوستانه وقفې تضمین کول او د بندیانو د تبادلې په اړه د قطر د هڅو ستاینه کوو، البته موږ هیله درلوده چې دا فصل به په دایمي اوربند بدل شي، خو داسې ونه شول.

د تورکيې په توګه، موږ سیمې ته خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوو. تر دې دمه، موږ ۱۲ الوتکې او ۲ ملکي کښتۍ د مرستې موادو څخه ډکې العریش ښار ته لیږلي دي. موږ تورکیې ته د ټپیانو په ځانګړې توګه د سرطان د ناروغانو او ماشومانو لېږد پيل کړی دی. زموږ لومړیتوب دا دی چې سمدستي دایمي اوربند اعلان شي او د بشر دوستانه مرستو جریان ډاډمن کړو. وروستیو پرمختګونو د ختیځ بیت المقدس د پلازمینې  او ۱۹۶۷ کاله د پولو  پر بنسټ د خپلواکه فلسطیني دولت د جوړولو اهمیت یو ځل بیا څرګند شو. د دې هدف لپاره، موږ اعلان وکړ چې موږ چمتو یو چې د تضمین په توګه د سیمې له هیوادونو سره یوځای مسؤلیت په غاړه واخلو.

ولسمشر اردوغان خبرداری ورکړ چې احازه باید ونکړل شي چې د غزې جګړه په یوې سیمه ایزې جګړې بدله شي. په ځانګړې توګه سوریه باید پدې جګړه کې شامله نکړای شي.

ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ د سوریې د مځکنۍ بشپړتیا او ارضي تمامیت پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ د پي کاکا – پي وای ډي او وای پي جي په څیر ترهګریز سازمان او بیل غوښتونکي سازمانونه دي. دا ترهګر ځانونو ته د مشروعیت ورکولو په لټه کې دي چې زمونږ ټول وروسته باید پدې برخه کې ویښ اوسي او ددې فریب ونخوري.

همداشان زمونږ هدف د سوریې روان اختلاف ته د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۴ شمیرې پریکړه لیک په اساس سیاسي حل دی. همداشان د سوري وګړو په خپله خوښه او خوندي توګه خپل هیواد ته د ستنولو لپاره نړۍوالې همکارۍ او مرستې ته اړتیا لرو.  



اړوند خبرونه