ولسمشر اردوغان : مونږ په غزه کې د بفر زون یا بې طرفه سیمې جوړولو سره مخالف یو

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان په غزې تړانګه کې د بفر زون یا بې طرفه سیمې د جوړولو له نظر سره مخالفت وکړ.

2073332
ولسمشر اردوغان : مونږ په غزه کې د بفر زون یا بې طرفه سیمې جوړولو سره مخالف یو

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان په غزې تړانګه کې د بفر زون یا بې طرفه سیمې د جوړولو له نظر سره مخالفت وکړ.

ولسمشر اردوغان  قطر نه د راستنیدو پر مهال  په الوتکه کې  خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

اردوغان ټینګار وکړ چې دوی د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره د اسرائیلو او حماس تر منځ د سمدستي او دایمي اوربند د رامنځ ته کولو، غزې ته د بشردوستانه مرستو د دوامداره جریان د یقیني کولو لپاره د اقداماتو په اړه په تفصیل خبرې وکړې. د دوه دولتونو  حل په محور کې سوله شونې ده.

اردوغان وویل چې دوی د ال ثاني سره په دې مسله کې د نږدې همکارۍ او ګډو اړیکو د ساتلو موافقه وکړه.

اردوغان د فلسطین نه بهر د حماس په غړو باندې د اسرائیلو لخوا د تروریستي بریدونو د پلان په اړه:"که دوی د تورکیې په وړاندې د داسې ګام پورته کولو جرات وکړي، نو دوی به د دې پر دوې به ډیر ګران بدل پرې کړو. په نړۍ کې هیڅوک نه پوهیږي چې تورکیې د استخباراتو او امنیت په دواړو برخو کې څومرهپرمختګ کړی دی. "هیڅوک باید دا هیر نکړي."

اردوغان وویل: «که د اسرائیلو په وړاندې د ټولو لویدیځو هیوادونو په ځانګړې توګه د امریکا ملاتړ نه وای، نو اوس به زموږ په سیمه کې له داسې وضعیت سره مخ نه وای.»

"د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو اوس په داسې وضعیت کې دی چې هغه له افلاس سره مخ دی. هغه کولی شي د افلاس بیرغ هر وخت پورته کړي. نتانیاهو به د خپلو اعمالو د جزا له ورکولو څخه خلاص نشي. خامخا به محاکمه شي او د جنګي جرمونو بیه به ورکړي."

ولسمشر د دې ادعا په اړه چې اسرائیل غواړي په غزه کې بفر زون یا بې طرفه سیمه جوړه کړي وویل ،"زه حتی په دې اړه بحث کول د خپلو فلسطیني وروڼو بې عزتي ګڼم، دا د بحث پلان نه دی. دا ځمکې د فلسطینیانو ملکیت دی. د فلسطین خلک پریکړه کوي چې څه کیږي او څوک به  پرې حکومت وکړي. "موږ داسې څوک نه پېژنو چې د دوى په اړه پرېکړه وکړي."

ولسمشر اردوغان دا هم وویل چې تورکیه د ضمانت کوونکي په توګه د اسرائیل او فلسطین د سولې د کنفرانس کوربه توب ته چمتو ده.



اړوند خبرونه