د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسپانیا له لومړي وزیر پیدرو سانچیز سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان د اسپانیا د لومړي وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسپانیا له لومړي وزیر پیدرو سانچیز سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې پدې ټيلیفوني خبرو کې د فلسطينيانو په وړاندې د اسرائيلو د بريدونو، غزې ته د دومداره بشري مرستو د رسولو په لاره کې په اقداماتو او د دايمي اوربند او دايمي سولې لپاره په هلوځلو خبرې وشوې.
اردوغان د اسرائيلو د ناروا بريدونو په وړاندې د اسپانيا د حكومت دريځ او د فلسطين د رسميت پېژندنې په اړه د اسپانيا د حكومت دريځ د ارزښت وړ وباله او ويې ويل چې توركيه چمتو ده چې په سيمه كې د دايمي سولې د تامين لپاره د ضامن په ګډون هر ډول مسئوليت په غاړه واخلي. همداشان تورکیه چمتو ده چې د اسپانیا سره د سیمه ایزې سولې لپاره په ګډه کار وکړي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله