کولتورلموش : د تورکیې په توګه د فلسطین د ټولو خلکو نه ملاتړ کوو

د تورکیې د ملي شورا رئیس نعمان کورتولموش وویل: "د تورکیې په توګه مونږ د فلسطین له ټولو خلکو سره خوا لویدیځ غاړه کې وي او خوا به غزه کې خپل پیوستون څرګندو."

2069385
کولتورلموش : د تورکیې په توګه د فلسطین د ټولو خلکو نه ملاتړ کوو

د تورکیې د ملي شورا رئیس نعمان کورتولموش وویل: "د تورکیې په توګه مونږ د فلسطین له ټولو خلکو سره خوا لویدیځ غاړه کې وي او خوا به غزه کې خپل پیوستون څرګندو."

د تورکیې د ملي شورا رئیس او د اسیا د پارلماني اسامبلې  د دورې رئیس کورتولموش په انتالیا کې د تورکیې د ملي شورا په کوربه توب جوړه شوې د اسیا د پارلماني اسمبلې  د اجرایوي شورا غونډې ته پرانیست وینا وکړه.

کورتولموش ویلي، هغه کسان چې په غزه کې یې قتل عام کړی، خامخا به د هغوې نه د حساب پوښتنه وشي.

"لکه څنګه چې د سریبرینیڅا د قتل عام مسئولینو او مرتکبینو نه  د جنګي جرمونو په نړیواله محکمه کې حساب پوښتنه وشوه ، نتانیاهو او د هغه جرمې ډلې څخه به هم  جنګي جرمونو په نړیواله محکمه کې پوښتنه  وشي.د هغوې سره به هم حساب وشي. د دې لپاره، نړیواله ټولنه باید هر ډول چمتووالی ونیسي او له  د فلسطین د خلکو سره د پیوستون په خاطر دا کار وکړي.

کورتولموش دې  خبرې ته په اشارې سره چې  دوه ورځې وروسته د فلسطین له خلکو سره د پیوستون نړیواله ورځ ده، وویل "د نوامبر ۲۹ په ټوله نړۍ کې د فلسطین له خلکو سره د پیوستون ورځ ده. زه غواړم څرګنده کړم چې موږ د اسیا د پارلماني اسمبلې د استازو په توګه، د انتالیا څخه نړۍ ته د فلسطین سره د خپل پیوستون او د فلسطین له خلکو سره د خپل یووالي اعلانولو مسؤلیت لرو. په دې موقع غواړم یو ځل بیا څرګنده کړم چې د توركيې په حيث مونږ د فلسطين له ټولو خلكو سره په پيوستون كې يو، كه په لويديځه غاړه دي او که په غزه كې . دلته د اسيا د پارلماني اسامبلې د اجرائيه شورا په غونډه کې، زه غواړم چې دا څرګند کړم مونږ به تر اخره پورې د فلسطيني ولس د دې مشروع دفاع ملاتړ كوو."



اړوند خبرونه