د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د تورکیې او ایران ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

2069053
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې په دې ټيلیفوني خبرو کې د اکتوبر له اوومې نېټې څخه په غزې تړانګه کې د اسرائيلو د ناقانونه بريدونو، د فلسطينيانو لپاره د بشري مرستو په فعاليتونو او د دايمي اوربند لپاره په پورته شويو ګامونو خبرې وشوې.

ولسمشر اردوغان په دې ملاقات کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ټوله اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه تورکیه او ایران د فلسطین په خاوره کې د اسرائیلو د وحشتونو په اړه باید ګډ دریځ وښايي. اردوغان وویل چې تورکیه او ایران به په غزه کې د لنډمهاله اوربند  په دایمي اوربند او  د دایمي سولې د ترلاسه کولو لپاره په یووالي سره کار ته دوام ورکړي.

رجب طیب اردوغان او رئیسي په تورکیه کې د تورکیې او ایران د همکارۍ د عالي شورا د غونډې د تیاریو په اړه هم خبرې وکړې.



اړوند خبرونه