ولسمشر اردوغان : اسرائیلو هغه څه چې د بشریت لپاره ارزښت لري ټول يي د پښو لاندې کړي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل "په غزه کې، د اکتوبر له اوومې راهیسې، هر هغه څه چې د انسانیت لپاره ارزښت لري تر پښو لاندې شوي، او یو لوی وحشت او قتل عام روان  دی."

2068558
ولسمشر اردوغان : اسرائیلو هغه څه چې د بشریت لپاره ارزښت لري ټول يي د پښو لاندې کړي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل "په غزه کې، د اکتوبر له اوومې راهیسې، هر هغه څه چې د انسانیت لپاره ارزښت لري تر پښو لاندې شوي، او یو لوی وحشت او قتل عام روان  دی."

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د مخابراتو د ستراتیژۍ نړۍوالې سرمشریزې ته په استولي ویدیويي پیغام کې چې سږ کال د دریم ځل لپاره د عامه اړیکو د ریاست لخوا په استانبول کې جوړه شوې کړي دي. همداشان ولسمشر اردوغان په استانبول کې ددې سرمشریزې د جوړیدو له امله خوښي ښودلې ده .  

اردوغان دې ته په اشارې  سره چې سږ کال دغه سرمشریزه په داسې دردناکه دوره کې جوړه شوه چې چې دردونه يي د زغم او تعریف وړ ندي.  ولسمشر  ټینګار وکړ چې د اکتوبر له ۷ نیټې راهیسې په غزه کې ستر وحشت او قتل عام روان دی چې د انسانیت هر ارزښت یې تر پښو لاندې کړی دی.

اسرائیلو په قصدي ډول د ملکي وګړو په نښه کولو سره یواځې ښځې او ماشومان ندي وژلي بلکې په ډیر سخت او بد وضعیت کې په سیمه کې روانې تراژیدۍ او ظلمونه په اړه نړۍ ته خبر رسوونکي ژورنالیستان هم وژلي دي. د اسرائیلو لخوا پر غزې د بریدونو د پیل راهیسې نږدې ۶۰ تنه ژورنالیستان وژل شوي دي. اسرائیلو پر ملکي او بې ګناه خلکو د اوبو، برښنا، ګازو او حتا خوړو د بندولو سره ستر جنګي جنایتونه کړي دي. همداشان اسرائیلو د انټرنټ او ټیلیفون د شبکو د پرې کولو سره نړۍ ته په سیمه کې د روانو ظلمونو د خبر رسولو مخه هم نیولې ده .

ولسمشر اردوغان وویل چې د ملګروملتونو د امنیت شورا چې د نړۍ د سولې او ثبات د تامین مسولیت په غاړه لري پدې بهیر کې په بشپړه توګه ناکامه شوې ده.

"د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې تصویب شوی پریکړه لیک چې ۴۰ هیوادونه ممتنع  او ۱۲۱ هیوادونو "موافقه" رایه کارولې وه چې  د انسانیت ګډ وجدان انعکاس له امله ځانګړی اهمیت درلود د اسرائیلو لخوا د خپو لاندې شو.

اردوغان په دې باندې په ټینګار سره چې د غزې په کړکیچ کې د ماشومانو د وژل کیدو په شان یو بل د شرم او خجالت وړ حالت د نړیوالو رسنیو تعصبي نشرات دي. ولسمشر اردوغان وویل چې  د زړه له کومي ټولو هغو خبریالانو ته چې له حقایقو دفاع کوي، مننه کوي او هغوې ته مبارکي وایي.

"زموږ د ناسمو معلوماتو سره د مبارزې مرکز له لارې، په قصدي ډول نشر شوي له ۱۰۰ څخه ډیر ناسم خبرونه افشا کړل او حقیقت یې په ډاګه کړ. زموږ د عامه اړیکو ریاست، د تورکیې  ملي راډیو او تلویزیون اداره (TRT) او انادولو خبري اژانس پدې برخه کې ډیر مهم مسؤلیتونه ترسره کړي. د تورکیې رسنیو غړو چې شېبه په شېبه له  ساحه څخه وضعیت راپور کولو ، پدې پروسه کې واقعیا زړور دریځ وښود."



اړوند خبرونه