ولسمشر اردوغان : نن ورځ په غزه کې مطلق وحشت روان دی، هغه وحشت چې د صلیبي جګړو پر مهال امتحان شوی وو

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل ، "یوازینی هیواد  تورکیه دی چې اسرائیل نشي کولی د یهودیت ضد ټاپه پرې ولګوي او ددې بهانې نه استفاده وکړي. د تورکیې په تیر تاریخ او ماضي کې داسې د شرم کومه توره لکه شتون نلري.

2066724

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې تیره ورځ د کابینې د غونډې نه وروسته وکړې.

اردوغان وویل چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې مطلق وحشت روان دی، هغه وحشت چې زر کاله مخکې د صلیبی اشغال او په دوهمه نړیواله جګړه کې تجربه شوی وو.

"اسرائیل او ملاتړي چې، د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو په وړاندې ټول عصري جنګي وسایل کاروي، د انسانیت د وجدان په وړاندې به خامخا محاکمه شي."

اردوغان څرګنده كړه چې د تركيې په توګه به اجازه ور نكړي چې د اسرائيلو د اتومي وسلو مسله هېره کړی شي او یا څوک پرې پټه کړی شي.

"په داسې حال کې چې موږ د تورکیې په توګه په غزه کې د روانو وینو  د مخنیوي لپاره کار کوو، د لویدیځو هیوادونو بې وجدانۍ شاهدي کوو. د هولوکاسټ شرم په حقیقت کې د اروپا مشران اسیر نیولي دي. یوازینی هیواد چې اسرائیل نشي کولی د یهودیت ضد ټاپه پرې ولګوي او یا ددې بهانې نه استفاده وکړي هغه تورکیه دی. ځکه چې زمونږ تیر تاریخ او ماضي لکه د اوبو په څیر پاکه او رڼه ده.

ځکه چې مونږ د اسرائیلو پوروړي نه یو. د همدې امله مونږ هر څه په ښکاره توګه بیانوو. ولسمشر اردوغان وویل چې د تورکیې په توګه به د غزې سره مرستو ته دوام ورکړو.

اړوند خبرونه