د تورکیې په توره بحیره کې د زورور توپان له امله یوه بار وړونکې کښتۍ ډوبه شوې

د تورکیې د تورې بحیرې په سیمه کې  د زونګولداک په ولایت کې د شدید باران او زورور توپان په نتیجه کې یوه کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه.

2066187
د تورکیې په توره بحیره کې د زورور توپان له امله  یوه بار وړونکې کښتۍ ډوبه شوې
ZONGULDAK

د تورکیې د تورې بحیرې په سیمه کې  د زونګولداک په ولایت کې د شدید باران او زورور توپان په نتیجه کې یوه کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه.

د تورکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا وویل چې تیره ورځ د هیواد په لویه برخه کې د ډیرو شدیدو بارانونو او توپان له امله ګنشمیر ځاني او مالي زیانونه رامنځته شوي دي.

هغه وویل چې له بده مرغه د زونګولداک ولایت  په ایریغلي ولسوالۍ کې د سخت باران او طوفان له امله ۲ کښتیو زیان لیدلی او یوه بله په سمندر کې ډوبه شوې ده .

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د ډیر شدید باران او زورور توپان له امله د ژغورنې ټیمونه سیمې ته نشو نږدې کیدی. د توپان د سرعت د کمیدو سره په سیمه کې د پلټنې چارې پيل شوي دي. په کښتۍ کې ۱۲ تنو شتون درلود چې له بده مرغه ټول لا درکه دي او تر اوسه پورې ترینه کوم خبر ندی ترلاسه شوی .

هغه وویل چې د تیرې ورځې په بارانونو او توپان کې په دیاربکر او باتمان ولایتونو کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او تر ۵۰ تنو ډیر کسان ټپیان شوي دي.

ټپیان روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.



اړوند خبرونه