تورکیې د ولسمش اردوغان په اړه د اسرائیلو د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر څرګندونې په کلکه وغندلې

تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په اړه د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د بهرنیو چارو د وزیر ایلی کوهن څرګندونو په اړه ډیر تند غبرګون وښود.

2064979

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت "د ولسمشر اردوغان په اړه د اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو او د بهرنیو چارو وزیر کوهن د بې بنسټه تورونو " په اړه بیان خپور کړ.

په بیان  کې ټینګار شوی، اسرائیلي چارواکي، د فلسطین د خلکو په وړاندې د ترسره کړو «ظلمونو، وحشت او قتل عام  له امله  د تاریخ په تورو پاڼو ثبت شوي»، دوې د حق او حقوقو په اړه د خبرو کولو حق نه لري.

" د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او بهرنیو چارو وزیر ایلی کوهن  چې زمونږ د ولسمشر لخوا د حقایقو د بیانولو نه ډیر ناراحته شوي دي ، زمونږ پر د بې بنسټه تورونو په لګولو او سپکاوي په کولو سره خپل جرمونه پټولی نشي.

په بیان کې ویل شوي "اسرائیلي چارواکي چې لا دمخه یې د بشریت په وجدان کې خپل مشروعیت له لاسه ورکړی، نشي کولی هغه جنایتونه پټ کړي چې دوی د روغتونونو په بمبارۍ او د ټولې نړۍ په وړاندې د ښځو او ماشومانو په وژلو سره ترسره کړي . دوی نشي کولی چې اوس د نړۍ پام بل لورې ته واړوي."

"د بشریت پر ضد د دغو جنایتونو هڅوونکي او مرتکبین چې د نړۍ په عامه افکارو کې یې ژوره غوسه راپارولې ده، ژر یا وروسته به  خامخا محاکمه شي. تورکیه به په غزه کې د قتل عام  سره مخالفت او د فلسطین د خلکو د عادلانه غوښتنې ملاتړ  ته دوام  وکړي."

اړوند خبرونه