په اذربایجان کې د تورکیې د وسله والو ځواکونو د دندې موده د یو بل کال لپاره وغځول شوه.

د تورکیې ملي شورا په اذربایجان کې د تورکي ځواکونو د دندې موده د یو بل کال لپاره وغځوله

2065185
په اذربایجان کې د تورکیې د وسله والو ځواکونو د دندې موده د یو بل کال لپاره وغځول شوه.

په اذربایجان کې د تورکیې د وسله والو ځواکونو د دندې موده د یو بل کال لپاره وغځول شوه.

پدې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا ملي شورا ته استول شوی غوښتنلیک پرون د ملي شورا لخوا تصویب وشو.

په یاد غوښتنلیک کې ټینګار شوی چې د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په نهمه د اذربایجان، ارمنستان او روسیې له خوا د لاسلیک شوې درې اړخیزې اعلامیې په چوکاټ کې ټاکل  شوي فعالیتونه دوام لري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تورکیه به له اذربایجان نه  قوي ملاتړ او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې د پام وړ مرستو ته دوام ورکړي.

په یاد لیک کې ټینګار شوی چې تورکیه له روسیې سره د جوړ شوي ګډ مرکز له لارې چې د تورکیې وسله وال ځواکونه هم په کې کار کوي، د سیمې په امنیت او د دواړو خواوو ترمنځ د باور په رامنځته کولو کې مرسته کوي.

د ویلو ده چې په اذربایجان کې د تورکي ځواکونو د دندې د مودې د غځولو اړه غوښتنلیک ، په ملي شورا کې یو زیات شمیر بحثونو نه وروسته د رایو په اکثریت سره ومنل شو.



اړوند خبرونه