ولسمشر اردوغان : مونږ په ځانګړې توګه اسلامي‌ نړۍ چې نن غږ نه اوچتو نو څه وخت به خپل غږ اوچتو.

ولسمشر اردوغان : په فرانسه کې د شارلي‌ هیبدو په پيښه کې ۲۵ تنه وژل شوي‌ وو ، د ټولې نړۍ مشرانو په فرانسه کې په ګډه لاریون وکړ، نن په غزه کې ۱۱۰۰۰ تنه بې ګناه او معصوم انسانان چې ډیری ښځې او ماشومان دي‌ په قتل رسول شوي‌ دي ، خو نړۍ چوپه خوله ده .

2062477
ولسمشر اردوغان : مونږ په ځانګړې توګه اسلامي‌ نړۍ چې نن غږ نه اوچتو نو څه وخت به خپل غږ اوچتو.

ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه په غزه کې د اوربند لپاره خپلو ډیپلوماټیکو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

ولسمشر اردوغان د اوزبیکستان په پلازمینه تاشکند کې د اقتصادي سازمان د مشرانو په شپاړلسمه سرمشریزه کې د وینا پر مهال د اکټوبر له ۷ نیټې راهیسې پر غزې د اسرائیلو بریدونو ته اشاره وکړه.

اردوغان ټینګار وکړ چې د اسرائیلو له خوا په  غزه کې  نږدې ۱۱ زره تنه بې ګناه خلک په ډیر وحشیانه توګه وژل شوي چې ۷۳ سلنه  يي ښځې او ماشومان دي.

"د اسرائیلو اداره چې د لویدیځو هیوادونو بشپړ ملاتړ لري، د ښوونځیو، جوماتونو، کلیساګانو، روغتونونو او پوهنتونونو بمباریو ته دوام ورکوي، د انسانیت ټول ارزښتونه تر پښو لاندې کوي. غربي هیوادونه چې په دوامداره توګه د بشري حقونو، آزادیو او ډیموکراسۍ خبرې کوي، د اسرائیلو دا ټول قتل عام له لرې څخه په چوپه خوله ننداره کوي.

اردوغان د دې په بیانولو سره چې تورکیه د بشردوستانه اوربند د تامین او د شخړو د خپریدو د مخنیوي لپاره خپلو ډیپلوماتیکو نوښتونو ته دوام ورکوي وویل:

"موږ سیمې ته د بشردوستانه مرستو رسولو لپاره هم جدي کار کوو. تر اوسه موږ د خپلو مصري وروڼو په ملاتړ د ال آریش هوایی ډګر ته د بشردوستانه مرستو ۱۰ الوتکې چې له ۲۳۰ ټنو څخه زیاتې  مرستې پکې بار وې لیږدولي دي. موږ د ۲ کښتیو ملکي بشري مرستو لیږلو ته چمتوالی نیسو."

ولسمشر دغه راز ویلي، چې د نوامبر په ۱۵مه به په استانبول کې د دولتونو او حکومتونو د مشرانو د مېرمنو په ګډون نړیواله غونډه جوړه شي.

"په دې توګه به زموږ د غزې د وروڼو د کړاوونو د کمولو لپاره قوي پیوستون څرګند شي.".

د روانو قتل عامو او وینو تویونې د مخنیوي‌ لپاره د اقتصادي‌ همکاریو تشکیلاتو دریځ خورا مهم دی.

"په یاد ولرئ (په ۲۰۱۶ کال کې په فرانسه کې) د شارلي ابدو مجلې په برید کې ۲۵ کسان ووژل شول، د نړۍ مشرانو په پاریس کې په ګډه لاریون وکړ، اوس مهال ۱۱ زره ماشومان او ښځې وژل شوي، نړۍ چوپه خوله ده. امريکا او لويديځ ټول سره يو ځای دي." دوی چوپ دي. که موږ نن د مسلمانانو په توګه او په ځانګړې توګه د اقتصادي همکاريو په سازمان کې خپل غږ پورته نه کړو، نو کله به خپل غږ پورته کوو؟



اړوند خبرونه