تورکیې په اروپا کې د دودیزو ځواکونو د تړون څخه د روسیې د وتو په اړه ژوره خواشیني ښودلې ده.
تورکیه : د روسیې لخوا د دودیزو ځواکونو د تړون نه وتل موږ خواشیني کړي یو
تورکیې په اروپا کې د دودیزو ځواکونو د تړون څخه د روسیې د وتو په اړه ژوره خواشیني ښودلې ده.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د دودیزو ځواکونو د تړون څخه د روسیې د وتلو پریکړه د نوامبر په ۷ مه نیټه د نافذیدو سره د نورو طرف هیوادونو لخوا د تړون پلي کول "ناممکن" شول.
تورکیه د روسیې لخوا د دودیزو ځواکونو د تړون نه د وتو په اړه خپل ژوره خواشیني څرګندوي.
په بیان کې ويل شوي چې په دې شرايطو کې تورکيې د دودیزو ځواکونو د تړون د طرف د ناټو له نورو متحدو هېوادونو سره د شوي تړون عملي کول د يو څه مودې لپاره ځنډوي او دا په ګوته کوي چې دا پریکړه د بیا کتنې وړ ده.
"موږ به په دې مسله کې له ټولو اړوندو خواوو سره خپلو تماسونو ته دوام ورکړو."
" موږ دم ګړۍ په یو داسې فوق العاده حالاتو او دوره کې قرار لرو چې د وسلو کنټرول، بې وسلې کول او د وسلو د خپریدو د مخنیوي مقرراتو بشپړ پلي کولو ته راستنیدل ، د نړیوال امنیت لپاره تر بل هر وخت ډیر مهم دی."