د تورکیې ملي شورا د اسرائیلي توکو پر خلاف بایکاټ پيل کړ.
د تورکیې ملي شورا د هغه شرکتونو محصولات چې د اسرائیلو ملاتړ کوي د تورکیې ملي شورا اړوند په طعام خانه ، رستورانتونو ، کافي شاپ او کانتینونو کې پر پلورولو بندیز ولګو.
2061319

د تورکیې د ملي شورا د ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې پارلمان پریکړه وکړه چې د ټولنیزې پوهاوي د ملاتړ په خاطر د هغو شرکتونو تولیدات او محصولات بایکاټ کوي چې په غزه کې د اسرائیلو د جنګي جنایتونو په اړه په ښکاره توګه خپل ملاتړ اعلانوي.
په بیان کې، دا یادونه شوې چې د پارلمان د رئیس کورتولموش په لارښوونه، د هغو شرکتونو محصولات چې په غزه کې د اسرائیلو د نسل وژنې جرم ملاتړ کوي، په رستورانتونو، کافي شاپ، کانتینونو او د پارلمان په کمپونو او تاسیساتو کې به نه پلورل کیږي.