اردوغان : په غزه کې روان قتل عام د هیڅډول الفاظو سره د بیان وړ ندی

تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اسرائیلو لخوا په غزه کې روان قتل عام په هیڅډول د منلو وړ ندی. د هیڅډول الفاظو سره د بیان وړ ندی.

2059940
اردوغان : په غزه کې روان قتل عام د هیڅډول الفاظو سره د بیان وړ ندی

تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اسرائیلو لخوا په غزه کې روان قتل عام په هیڅډول د منلو وړ ندی. د هیڅډول الفاظو سره د بیان وړ ندی.

"مونږ سږ کال د تورکیې جمهوریت سلمه کلیزه لمانځو، موږ به د ټولې تورکي‌ نړۍ د سولې، سوکالۍ او امنیت په لور ګامونو اوچتولو ته دوام ورکړو."

ولسمشر اردوغان  دا خبرې  د قزاقستان په پلازمینه استانه کې  د تورکي‌  دولتونو د سازمان  د سرمشریزې په لسمه  سرمشریزه کې وکړې.

اردوغان په خپله وینا کې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په اړه وویل،

" هیڅ داسې کوم عذر او سبب شتون نلري د اکتوبر له اوومې راهیسې هغه څه چې موږ یې شاهدان یو د دې وحشت توجیه وکړي. په غزه کې له ۲۸ ورځو راهیسې د بشریت ضد جنایتونه ترسره کیږي‌ او روان دي. د تورکیې په توګه، موږ د دې بحران له لومړۍ شیبې څخه اصولي او انساني دریځ غوره کړی دی. "

 

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې زیاته کړه ، " زموږ لومړیتوب د بشردوستانه اوربند ګړندۍ کول دي. موږ په نوي میکانیزم هم کار کوو چې د هرچا امنیت تضمین کړي، پرته له دې چې مسلمان، مسیحي یا یهودي وي. زموږ هڅې دوام لري چې د سولې نړیوال کنفرانس لپاره زمینه برابره کړو.

اردوغان وویل چې تر اوسه پورې د بشردوستانه مرستو لس الوتکې غزې ته استول شوي دي.

"موږ به غزې ته بشري‌ مرستو استولو ته دوام ورکړو. د تورکي نړۍ په توګه په یووالي او پیوستون کې عمل کول به لومړی د اوربند او بیا دایمي سولې ته لاره هواره کړي."

"د ترکیې د جمهوریت په توګه چې سږ کال خپله سلمه کلیزه لمانځي، موږ به د ټولې تورکي نړۍ د سولې، سوکالۍ او امنیت په لور ګامونو اوچتولو ته دوام ورکړو."

د تورکي  هېوادونو د سازمان په لسمه سرمشريزه غونډه کې، چې موضوع يې "د تورکانو دوره" ده، مشرانو د اوسنيو نړيوالو او سيمه ييزو مسايلو په اړه د نظريو تبادله وکړه.

د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان په استانه کې جوړه شوې د تورکي‌ دولتونو د سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د ځینو هیوادونو د مشرانو سره لیدنې وکړې.

ولسمشر اردوغان د اذربایجان د ولسمشر الهام علي‌ یف ، د قیرغیزستان د ولسمشر صدر جباروف او د هنګري‌‌ د لومړي‌ وزیر اوربان سره جلا جلا لیدنې وکړې.



اړوند خبرونه