ولسمشر اردوغان : حماس ترهګریزه نه بلکې ازادي خوا د مجاهدینو ډله ده.
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان اعلان وكړ چې اسرائيلو ته يې خپل پلان شوى سفر لغوه كړ او ويې ويل چې حماس ترهګره ډله نه ده، بلكې د مجاهدينو ډله ده.
![ولسمشر اردوغان : حماس ترهګریزه نه بلکې ازادي خوا د مجاهدینو ډله ده.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/ac4f/4ebe/92f9/6538ef7c9966c.jpg?time=1719019020)
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان اعلان وكړ چې اسرائيلو ته يې خپل پلان شوى سفر لغوه كړ او ويې ويل چې حماس ترهګره ډله نه ده، بلكې د مجاهدينو ډله ده.
اردوغان چې د عدالت او پراختیا د ګوند مشر هم دی، د تورکیې د ملي شورا د ګوند اونیزې غونډې ته په خپله وینا کې د غزې د تړانګې د وضعیت په اړه پراخې خبرې وکړې.
اردوغان په سیمه کې د اسرائیلو د بریدونو په اړه وویل:
موږ د اسرائیلو له دولت سره کومه ستونزه نه لرو، خو موږ هیڅکله د اسرائیلو له خوا ترسره شوي ظلمونه او د دولت په څیر نه بلکې د یوه سازمان په څیر د عمل کولو طرز يي زمونږ لپاره د منلو وړ ندی."
اردوغان په دې خبرې سره چې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو نیمایي برخه ماشومان دي، وویل چې حتی دا جدول ښیي چې هدف یې په قصدي ډول د بشریت ضد جنایتونه دي.
ولسمشر په دې خبرې سره چې ټول لويديځ حماس ته د يوه تروريستي سازمان په سترګه ګوري، پر اسرائيلو او نړۍ يې غږ وکړ.
"اې اسرائیله، تاسو کولی شئ یو سازمان شئ. دا لویدیځ ستاسو ډیر پوروړی دی. مګر تورکیه ستاسې پوروړې نده. حماس یو تروریستي سازمان نه دی، دا یوه آزادي خوا، د مجاهدینو ډله ده چې د خپلو ځمکو او اتباعو د ساتنې لپاره مبارزه کوي."
اردوغان دا هم ویلي چې اسرائیلو ته د تګ پلان یې درلود، خو هغه یې لغوه کړ.
"موږ د تږرکیې د ملت په توګه، په ځمکه کې یوازینی خلک یو چې د تاریخ په اوږدو کې نه توکمپالنه شوي او نه دي. یهودي ټولنه په دې ښه پوهیږي." اردوغان وویل چې هیڅ یو هغه څوک چې د اسرائیلو تر شا ولاړ دي د ماشومانو او بې ګناه خلکو ملاتړ وکړي چې نن یې وژلي دي په ښکاره دا ډول څرګندونې نشي کولی.
اردوغان زیاته کړه
"د یوه هیواد او ملت په توګه، موږ به د حقیقت غږ اوچتولو ته دوام ورکړو او د دې لاسته راوړلو لپاره به له ټولو سیاسي، ډیپلوماتیکو او که اړتیا وي، نظامي لارې څخه کار واخلو."
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719019020)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719019020)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله