د ترکمنستان ولسمشر سردار بیردي‌ محمدوف د خپل لومړني‌ رسمي‌ سفر په ترڅ‌ کې تورکیې ته راځي.

د ترکمنستان ولسمشر نن د دوه ورځي‌ سفر په ترڅ‌ کې تورکیې ته راځي

2055656
د ترکمنستان ولسمشر سردار بیردي‌ محمدوف د خپل لومړني‌ رسمي‌ سفر په ترڅ‌ کې تورکیې ته راځي.

د ترکمنستان ولسمشر سردار بیردي‌ محمدوف د خپل لومړني‌ رسمي‌ سفر په ترڅ‌ کې تورکیې ته راځي.

بردي محمدوف به د خپل سفر په ترڅ کې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره وګوري او د دوه اړخيزو او څو اړخيزو همکاريو په مسايلو او همدا راز د اوسنيو پرمختګونو په اړه به د نظريو تبادله وکړي.

ترکمنستان ، د ۱۹۹۱ کال د اکټوبر په ۲۷ نېټه د خپلې خپلواکۍ د  اعلانولو نه  وروسته ،  تورکیه لومړنی هیواد  دی  چې د ۱۹۹۱ کال د دسمبر په ۱۶مه نیټه ترکمنستان په رسمیت وپیژنده.

 د ترکمنستان او د تورکیې جمهوریت ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې د ۱۹۹۲ کال د فبرورۍ په ۲۹ نېټه جوړې شوې.

 

په داسې حال کې چې د دوو وروڼو هېوادونو او خلکو ترمنځ چې ګډ تاریخ، ژبه، مذهب او کلتور لري، د متوازن، متقابل احترام او همکارۍ پر بنسټ ځانګړې اړیکې شتون لري، په ځانګړې توګه د بهرني سیاست تجارت، اقتصاد، کلتور او تعلیم  په برخو کې همکاري دوام لري.

ترکمنستان له روسیې وروسته دویم هېواد دی چې تورکي شرکتونه پکې تر ټولو زیات فعالیت کوي.

د تورکیې، اذربایجان-ترکمنستان د مشرانو لومړۍ غونډه په ۲۰۲۲ کال کې په ترکمنستان کې جوړه شوه او د سرمشریزې په چوکاټ کې د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او د طبیعي ګازو پر ځانګړي اهمیت ټینګار وشو.

بردي محمدوف په دې سرمشريزه کې په خپله وينا کې د تورکيې له لارې اروپا ته د ترکمنستان طبيعي ګاز پلورلو ته شين څراغ ورکړ.



اړوند خبرونه