اردوغان : هغه کسان چې د اسرائیلو لخوا پر غزې د روانو بریدونو اور باندې تیل شیندي هغوې هم مسئول دي

اردوغان : د اسرائیلو لخوا په غزه کې پر روغتون برید د قتل نه پرته بله معنا نلري

2053178
اردوغان : هغه کسان چې د  اسرائیلو لخوا پر غزې د روانو بریدونو اور باندې تیل شیندي هغوې هم مسئول دي

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه به لومړی په منځني ختیځ کې د بشردوستانه اوربند او بیا د دایمي ثبات د رامنځته کولو لپاره کار ته دوام ورکړي.

ولسمشر اردوغان  په ټولنیزه مډیا کې په خپله پاڼه  په خپور کړي  پیغام کې  د سعودي عربستان په جده ښار کې  د اسلامي همکاریو د سازمان د اجرایوي کمیټې  فوق العاده  غونډه  او پر غزې  د بریدونو او د تورکیې لخوا  د کړکیچ د حل په خاطر  د ترسره شوو ګامونو  ارزونه وکړه.

"زه په جده کې د اسلامي همکاریو د سازمان د اجرایوي کمیټې د فوق العاده غونډې ستاینه کوم، ځکه چې دا د اسرائیلو د زیاتیدونکي ظلمونو په وړاندې د اسلامي نړۍ هوډ، د فلسطین له خلکو سره د پیوستون او د فلسطین له مسئلې څخه د ملاتړ څرګندونه کوي. " اردوغان ټینګار وکړ چې دوی له لومړۍ ورځې راهیسې د هغه کړکېچ د حل لپاره چې د اکتوبر په اوومه پیل شوی او ټولې سیمې ته د خپرېدو خطر لري، جدي هڅې کړې دي.

اردوغان په دې خبرې سره چې ترکیه د غزې له مظلومو خلکو سره چې له ۱۷ کلونو راهیسې تر محاصرې لاندې ژوند کوي مرستې ته دوام ورکوي.

" د سولې د تامین لپاره زموږ هڅې سیمې ته د الوتکو وړونکو بیړیو لیږلو، د فلسطین خلکو ته د مرستو بندولو او د غزې د خلکو د عمده مجازاتو په څیر ګامونو سره د خنډ سره مخامخ شوي‌ دي.

همداشان  د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بشپړه توګه خپلې اغیزې د لاسه ورکړي او یو ځل بیا د خپل مسؤلیت په ادا کولو کې پاتې راغلې  ده. لویدیځ هیوادونه چې د بشري حقونو او آزادیو په باره کې تل د ټولو نه ډیر لوړې لوړې خبرې کوي  د اور په لمبو د تیلو د شیندولو نه  پرته بل ګام نه دی اخیستی. د نړیوالو رسنیو ارګانونه په خپلو متعصبو او منافقانه خپرونو سره  دې قتل عام  او ظلمونو ته د مشروعیت ورکولو په برخه کې د یو بل سره سیالي‌ کوي.

ولسمشر اردوغان دې ته په اشارې سره چې د «محفوظ زونونو» په نامه سیمو ته د مهاجرو او  بې ګناه خلکو د تلو پر مهال پر هغوې بمباري، سرحدي دروازې، جوماتونه، ښوونځي او ملکي استوګنځایونه په تیرو ۱۲ ورځو کې د جنګي جنایتونو شاهدان دي. هغه وویل  چې په الاهلي المعمداني‌ روغتون  باندې دا وحشیانه برید  د قتل عام سره هیڅ کوم توپیر نلري. اسرائیلو ددې برید سره په اصل کې قتل عام یو بل اړ ته رسولی .

اردوغان ټینګار وکړ چې د دغه برید عاملین چې د بشریت ضد جنایت او د غزې د خلکو په وړاندې د نسل وژنې په معنا دی، غندي او هغه کسان چې د اکټوبر له اوومې راهیسې یې په څرګندونو سره اور ته تېل اچولي، د دې قتل عام مسوول دي.

"د تورکیې په توګه، موږ به لومړی د بشردوستانه اوربند او بیا د دایمي ثبات د رامنځته کولو لپاره کار ته دوام ورکړو."



اړوند خبرونه