تورکیې د اسرائیلو لخوا په غزه کې پر روغتون د برید په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو لخوا  په روغتون د برید په اړه چې په سلګونو  بې ګناه او معصوم ملکي‌‌ وګړو پکې ژوند د لاسه ورکړی ډیر سخت غبرګون وښود.

2052262

د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي‌ دي‌ چې

" په ډیره ژوره خواشینۍ مو  نن  په غزه کې  په  روغتون  د برید په اړه  چې په  سلګونو فلسطینیانو پکې  ژوند له لاسه ورکړی او په سلګونو تنه نور ټپیان شوي‌ دي‌ خبر ترلاسه کړ. تورکیه دا وحشیانه او باربر بریدونه په ډیرو کلکو ټکو سره غندي.

مونږ پدې وحشیانه برید کې شهید شوو خپلو فلسطیني‌ ورونو ته د  الله د دربار څخه د مغفرت  او  ټپیانو ته د عاجلې شفاء  غوښتنه کوو.

" یو داسې ذهنیت چې په مستقیمه توګه ملکي وګړي ، روغتونونه او ښوونځي په نښه کوي، د نړیوال قانون او وجدان په وړاندې به خامخا  حساب ورکوي."

اړوند خبرونه