ولسمشر اردوغان یو ځل بیا پر امریکا سختې نیوکې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  پر غزې د اسرائیلو د روانو خونړیو بریدونو او د امریکا د چلند په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. ولسمشر اردوغان وویل چې پر غزې روان بریدونه، د اوبو ، برښنا او ټولو لارو تړل هیڅ انساني اړ نلري.

2050222
ولسمشر اردوغان یو ځل بیا پر امریکا سختې نیوکې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  پر غزې د اسرائیلو د روانو خونړیو بریدونو او د امریکا د چلند په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. ولسمشر اردوغان وویل چې پر غزې روان بریدونه، د اوبو ، برښنا او ټولو لارو تړل هیڅ انساني اړ نلري.

 ولسمشر اردوغان وویل چې زه له دریو ورځو راهیسې غونډې کوم. په غزه کې اوبه نشته، ډوډۍ نشته. دا د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې سره په ټکر کې دي. لویدیځ چیرته دی؟ امریکا یوه الوتکه وړونکې بېړۍ  سیمې ته لیږي. دویمه الوتکه وړونکې بیړۍ به هم راورسیږي. زه له امریکا پوښتنه کوم چې ایا امریکا چیرته ده او  مدیترانه چیرته ده؟ تاسې هلته څه کوۍ؟ ایا د امریکا په څیر هیواد سره  د سولې په خاطر کار کول مناسب دي او که هلته د اور په لمبو د تیلو شیندل؟

امریکا د سوریې په شمال کې د تورکیې د ډرون الوتکې د ویشتو پورې خپل فراصت د لاسه ورکړی دی . زه له امریکا پوښتنه کوم چې مونږ او تاسې د ناټو په سازمان کې متحد نه یو؟ تاسې څه ډول د یو ترهګریز سازمان نه د ملاتړ په خاطر زمونږ ډرون الوتکه په نښه کوۍ.  دا بهانې چې مونږ نه وه لیدلې ، مونږ  نه پوهیدو، مونږ خبر نه وو، تاسو دا څنګه کولی شئ؟

ولسمشر اردوغان په ټولو خواوو د صبر او زغم غږ وکړ. موږ پر ټولو خواوو غږ کوو چې له زغم څخه کار واخلي. ما تر اوسه له ۱۳ مشرانو سره ټیلیفوني خبرې کړي دي. موږ په هغه څه تمرکز کوو چې موږ یې کولی شو. موږ په ټولو فعالانو غږ کوو چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره هڅې وکړي.

" هیڅډول  بریدد ډله ایزې وژنې اجازه او مشروعیت نه ورکوي"

اسرائیل  د مصر د رفاح دروازه بمبار کړه. موږ په پام لره چې له دې ځایه  د بشري مرستو کار وکړو. دا خلک له اوبو او خوړو بې برخې دي. داسې دندې شتون لري چې ګام پورته کولو ته اړتیا لري. مګر دوی هیڅکله داسې ستونزه نلري. مګر موږ لرو. موږ دا اور نورې سیمې ته د غځیدو  په اړه اندیښمن یو، او دا خطر هم ډیر لوړ دی. موږ وایو چې نا متناسب تاوتریخوالی به د لا زیات تاوتریخوالی او تباهۍ لامل شي. په غزه کې هم همداسې وشول. د هغو بریدونو لپاره چې د ډله ایزې وژنې کچې ته رسیږي هیڅ  شی وضاحت نشي کولی. هیڅ اقدام دا ډول ظلم نه توجیه کوي.



اړوند خبرونه