ولسمشر اردوغان د امریکا د اف ۱۶ الوتکې لخوا د تورکیې د ډرون د ویشتو په اړه څرګندونې وکړې
ولسمشر اردوغان وویل "په دې کې شک نشته چې دا پېښه زموږ په ملي حافظه کې ثبت ده او کله چې وخت راشي، لازم اقدام به وشي."
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوریې په شمال کې د بیلتون غوښتونکو ترهګرې ډلې پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې د امریکا F-16 ډوله جنګي الوتکې لخوا د تورکیې د ډرون الوتکې د ویشتلو په اړه ارزونې وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل "په دې کې شک نشته چې دا پېښه زموږ په ملي حافظه کې ثبت ده او کله چې وخت راشي، لازم اقدام به وشي."
ولسمشر اردوغان د وزیرانو د شورا د غونډې نه وروسته د کورنیو او بهرنیو مسئلو او مهمو پيښو په اړه ارزونه وکړه.
اردوغان وویل چې د اکتوبر له لومړۍ نیټې څخه د عراق او سوریې په شمال کې په ترسره شویو عملیاتو کې ۱۹۴ هدفونه او ۱۶۲ ترهګر له منځه وړل شوي دي.
"دا د تورکیې مشروع حق دی چې د خپلو پولو او خلکو د امنیت په خاطر د پولې په اوږدو کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي تر هغه چې دا د PKK (د بېلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان) د ټولو نومونو او ریښو سره یو ځای په بشپړ ډول له مینځه ویسي. موږ له هغو ځواکونو څخه چې په سیمه کې د ترهګرو سازمانونو سره نږدې اړیکې لري غوښتنه کوو چې خپل ځواکونه دې د نوموړو ترهګرو عناصرو او مراکزو نه لرې وساتي ، ترڅو دوی زموږ په عملیاتو کې زیانمن نشي." اردوغان همداراز د سوریې په شمال کې د تیرې اونۍ د عملیاتو په ترڅ کې د امریکا د F-16 الوتکې لخوا د تورکیې د ډرون الوتکې دد ویشتلو په اړه وویل ،
"په دې کې شک نشته چې دا پېښه زموږ په ملي حافظه کې ثبت ده او د وخت د رارسیدو سره به پدې اړه لازم اقدام وشي."
اړوند خبرونه
تورکیې وویل چې د اسرائیلو لخوا پر لبنان برید کول په ټوله سیمه کې د ګډوډۍ د هڅو لپاره یو نوی پړاو دی.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په لبنان باندې د اسرائیلو د بریدونو او تاوتریخوالی په اړه بیان خپور کړ.