اردوغان :د تورکیې په توګه، موږ د بندیانو د تبادلې په ګډون هر ډول منځګړیتوب ته چمتو یو.

اردوغان : "زه غواړم ووایم چې د تورکیې په توګه، موږ د بندیانو د تبادلې په ګډون هر ډول منځګړیتوب ته چمتو یو، که چیرې اړخونه یې غوښتنه وکړي."

2048544
اردوغان :د تورکیې په توګه، موږ د بندیانو د تبادلې په ګډون هر ډول منځګړیتوب ته چمتو یو.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په منځني ختیځ کې د روان کړکیچ په اړه څرګندونې وکړې.

"زه غواړم ووایم چې د تورکیې په توګه، موږ د بندیانو د تبادلې په ګډون هر ډول منځګړیتوب ته چمتو یو، که چیرې اړخونه یې غوښتنه وکړي."

ولسمشر اردوغان تیره ورځ په پلازمینه انقره کې د کابینې له غونډې وروسته د کورنیو او بهرنیو پرمختګونو او وروستیو پيښو په اړه ارزونې وکړې.

اردوغان خبرداری ورکړ " د  ۱۹۶۷ کال کې پولو او جغرافيايي بشپړتیا  سره د یو خپلواکه فلسطیني  دولت چې بیت المقدس یې پلازمینه وي د جوړیدو پرته په سیمه کې سوله او ټیکاو ناشونی دی."

"موږ تل ویلي او وایو چې موږ د اسرائیلو او فلسطین په خاوره کې د یو بې ګناه انسان وینه تویولو ته اجازه نه ورکوو. "موږ نن په همدې خبرې ټینګار کوو او د بې ګناه او ملکي  وګړو له وژنې سره سخت مخالفت کوو."

ولسمشر دغه راز ښکېلو غاړو ته یادونه وکړه چې " جګړه هم آداب او اخلاق لري" .

" د هوايي او ځمکنیو بریدونو له امله  د غزې ویجاړول ، د جوماتونو بمبارول او د بې ګناه ماشومانو، ښځو، بوډاګانو او ملکي وګړو وژل هېڅکله د منلو وړ نه دي. عادلانه سوله هیڅ زیان نلري. زه غواړم ووایم چې د تورکیې په توګه، موږ د بندیانو د تبادلې په ګډون هر ډول منځګړیتوب ته چمتو یو، که اړخونه یې غوښتنه وکړي. موږ له اسرائیلو څخه غواړو چې د فلسطین په ځمکو باندې خپلې بمبارۍ بندې کړي او د فلسطینیانو د ځورونې مخه ونیسي چې په اسرائیلو کې د ملکي میشت ځایونو ځورول ودرول شي. هغه وویل، «مونږ د بشري مرستو د موادو د رسولو لپاره چې د غزې خلک ورته اړتیا لري، لازم چمتووالی هم لرو.»

د حماس پوځي څانګې، د قسام لوا د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د "اقصی سیلاب" په نوم یې پر اسرائیلو پراخ برید کړی دی. په داسې حال کې چې له غزې څخه د اسرائیلو پر لور زرګونه توغندي توغول شوي، وسله والې ډلې په سیمه کې میشت ځایونو ته ننوتلي دي.

د اسرائیلو پوځ هم اعلان کړی چې د جنګي الوتکو په مرسته یې د غزې تړانګې پر ضد د اوسپنې تورو عملیات پیل کړي دي.

د دواړو غاړو تر منځ په زیاتېدونکي کړکېچ کې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



اړوند خبرونه