تورکیې په سوریه کې د ترهګریزو سازمانونو پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل

د تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) لخوا  په سوریه کې په ترسره شویو عملیاتو کې، د PKK/YPG بېلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان اړوند د وسلو او مهماتو ډیپوګان او د تجمع مرکزونه په نښه شول.

2047000
تورکیې په سوریه کې د ترهګریزو سازمانونو پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل

د تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) لخوا  په سوریه کې په ترسره شویو عملیاتو کې، د PKK/YPG بېلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان اړوند د وسلو او مهماتو ډیپوګان او د تجمع مرکزونه په نښه شول.

د امنیتي سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د تورکیې ملي‌ استخباراتو سازمان  وروسته له هغه چې  دا معلومه کړه چې د تیرې یکشنبې پر ورځ په  پلازمینه انقره کې د کورنیو چارو په وزارت برید  په سوریه کې طرحه او پلان شوی او ترهګر د سوریې  د شمال نه د برید په موخه تورکیې ته رالیږل شوي‌ وو ، پدې هیواد کې د پي کاکا ترهګریز سازمان پر تاسیساتو او مشرانو پر خلاف پراخه عملیات پيل کړل.

په سیمه کې د ترسره شویو استخباراتي فعالیتونو په پایله کې، د PKK/YPG تروریستي سازمان پورې اړوند د وسلو او مهماتو ډیپوګان ، د تجمع مرکزونه او هغه  ودانۍ چې د ترهګر پکې میشت او پټ ول  تثبت او د ډرون الوتکو لخوا په نښه له منځه یوړل شول.

د عملیاتو په جریان کې ګڼ شمیر هدفونه د ځیرکو توغندونو او مهماتو پر مټ له منځه وړل شوي‌ دي.

په همدې حال کې د تورکیې ملي دفاع وزارت  له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تورکیې وسله وال پوځ  د خپل ځان نه د مشروع دفاع  په چوکاټ کې د ملګروملتونو سازمان د منشور د ۵۱ مې مادې په مطابق  د سوریې په شمال کې د تل رفعت، جیزرې او دیریک په سیمو کې د PKK/YPG او نورو ترهګرو عناصرو د لمنځه وړو په موخه  د اکتوبر په پنځمه نيټه د شپې په ۱۱ بجو د  ترهګرو پر اهدافو هوايي بریدونه کړي‌ دي. په بیان کې لاندې یادونه شوې ،

پدې  هوایي عملیاتو کې، د تیلو د څاګانو او د ذخیره کولو تاسیساتو په شمول ۳۰ هدفونه چې د بیلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان لخوا کارول کیږي، او همدارنګه یو زیات شمیر څمڅې، پټنځایونه ، د تجمع مرکزونه، د اورسیدو ځایونه او د وسلو او مهماتو ډیپوګان په نښه شوي‌ دي.  په ترسره شوو عملیاتو کې تر ډیر حده  له کورنیو او ملي مهماتو څخه استفاده شوې ده . ددې عملیاتو په نتیجه کې ترهګرو ته ستر ګوزار ورکړ شوی دی او ګنشمیر له منځه وړل شوي‌ دي.

د تركيې وسله وال ځواكونه د تېر په څېر به د خپل هېواد او ملت د بقا او امنيت لپاره په ټينګ عزم او هوډ سره د تروريزم پر وړاندې مبارزې ته دوام وركوي. د وروستي‌ ترهګر د لمنځه وړو پورې به دا مبارزې په همدې شان دوام ومومي.

"د دې عملیاتو په ترڅ کې د ملکي‌ او بې ګناه وګړو ، دوست او متحد ځواکونو ، کولتوري او تاریخي‌ شتمنیو او چاپیریال ته د زیان نه رسولو په خاطر هر ډول تدابیر نیول شوي‌ وو



اړوند خبرونه