د تورکیې او امریکا دفاع وزیرانو ټيلیفوني‌ خبرې وکړې

په داسې حال کې چې تورکیه د عراق او سوریې په شمال کې د بېلتون غوښتونکې ترهګرې ډلې PKK/YPG پر وړاندې هوايي عملیاتو ته  دوام ورکوي، د تورکیې او امریکايي چارواکو ترمنځ دوه مهمې ټیلیفوني خبرې شوي دي.

2047028

د تورکیې د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر د امریکا د دفاع له وزیر لویډ جیمز آسټین سره ټيلیفوني‌ خبرې وکړې.

د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دی ټیلیفوني‌ تماس کې د سوریې پر وروستیو پرمختګونو خبرې وشوې.

د تورکیې د ملي‌ دفاع وزیر یاشر ګولر وویل چې تورکیه د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې د امریکا سره ګډې مبارزې ته چمتو ده.

دواړو وزیرانو په سیمه کې په ترسره شویو فعالیتونو کې د امریکا او تورکیې د عناصرو د نږدې همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ جیمز آسټن هم د نوموړو ټیلیفوني‌ خبرو په اړه څرګندونې وکړې.

آسټن د داعش پر وړاندې پر مبارزې ټینګار وکړ:

هغه وویل، ما په سیمه کې د امنیت او ثبات د تامین لپاره له تورکیې سره د کار کولو هوډ یو ځل بیا تکرار کړ.

د تورکيې او امريکا د لويو درستيزانو ترمنځ  ټیلیفوني‌ خبرې شوي‌ دي.

د تورکیې د پوځ لوی درستیز جنرال متین ګورک د امریکا له لوی درستیز جنرال چارلس براون سره په ټیلیفون خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې پر اوسنیو پرمختګونو خبرې وشوې.

اړوند خبرونه