تورکیې وسله والو ځواکونو د عراق په شمال کې پراخه هوايي‌ عملیات ترسره کړل

د تورکیې وسله والو ځواکونو نن په پلازمینه انقره کې د کورنیو چارو وزارت په مخکې د ځانمرګي‌ برید نه وروسته د عراق په شمال کې د ترهګرو پر پټنځایونو پراخه هوايي بریدونه ترسره کړل.

2044725
تورکیې وسله والو ځواکونو د عراق په شمال کې پراخه هوايي‌ عملیات ترسره کړل

د تورکیې وسله والو ځواکونو نن په پلازمینه انقره کې د کورنیو چارو وزارت په مخکې د ځانمرګي‌ برید نه وروسته د عراق په شمال کې د ترهګرو پر پټنځایونو پراخه هوايي بریدونه ترسره کړل.

د تورکیې د ملي‌ دفاع  وزارت لخوا په خپور شوي‌ بیان کې راغلي ، د عراق له شمال څخه زموږ د خلکو او امنیتي ځواکونو په وړاندې د تروریستي بریدونو د له منځه وړلو او زموږ د پولو امنیت تامینولو لپاره؛ زمونږ امنیتي‌ ځواکونو لخوا د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې او د ځان نه  د دفاع حقونه په چوکاټ کې  د عراق په شمال کې د میتینا، هاکورک، قندیل او ګارا په سیمو کې د  پ کاکا ترهګریز سازمان او څانګو پر خلاف يي  هوايي عملیات ترسره شول. د ویلو ده چې ددې عملیاتو په نتیجه کې د ترهګرو اړوند یو زیات شمیر پټنځایونه، د تجمع مرکزونه، د وسلو او مهماتو ډیپوګان او خوندي‌ ځایونه  له منځه وړل شوي‌ دي. دا عملیات د ۲۰۲۳ میلادي‌ کال د اکتوبر په لومړۍ نیټه ترسره شول.

د عملیاتو په نتیجه کې د ترهګرو اړوند ۲۰ جلا جلا نقطې له منځه یوړل شول . پدې عملیاتو کې تر ډیره حده د ځايي وسلو مهماتو نه استفاده شوې ده.

د تورکیې وسله وال پوځ د پرون په څیر نن هم د ترهګرۍ پر خلاف د پوره عزم سره مبارزې ته او د هیواد د هر لویشت خاورې نه دفاع کولو ته دوام ورکړي.

پدې عملیاتو کې د دوست او ورور هیواد عراق ملکي‌ وکړو او فرهنګي‌ او کولتوري‌ میراثونو ته هیڅډول زیان ندی اوښتی.

د ویلو ده چې په تورکیه کې د پروني‌ ځانمرګي‌ برید مسئولیت د پي‌ کاکا ترهګري‌ سازمان په غاړه واخیست.


پيوندونه: #ترهګري , #تورکیه

اړوند خبرونه