د تورکیې ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.
د ملي امنیت شورا د غونډې نه وروسته په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې د ارمنستان په ګډون په سویلي قفقاسونو کې سولې او هوساینې ته تللې لار د اذربایجان د ارضي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا د تاسیس سره ممکن ده.
د تورکیې ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.
د ملي امنیت شورا د غونډې نه وروسته په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې د ارمنستان په ګډون په سویلي قفقاسونو کې سولې او هوساینې ته تللې لار د اذربایجان د ارضي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا د تاسیس سره ممکن ده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د معصومو او بې ګناه انسانانو قاتل ، په زور سره ماشومان په وسلو سمبالونکی او د هیواد طبعي شتمنیو استثمارونکي دا غلام د PKK/KCK-PYD/YPG ترهګریز سازمان په سوریه کې د سولې او امنیت پر وړاندې د ټولو ستر خنډ دی او د سوریې خلک پخپله هم ددې خبرې پخلی کوي. همداشان د هغه هیوادونو نه چې ددې سترو قاتلینو او جنایت شبکو نه ملاتړ کوي دا د ټولو نړۍوالو حقوقو او انساني ارزښتونو نه په ښکاره توګه سرغړونه ده . همداشان ددې ترهګرو نه ملاتړ د متفقوالي د شان سره هم برابر کار ندی.
همداشان په اعلامیه کې دې ته په اشارې سره چې تورکیه به د عراق له دوستو او وروڼو ولسونو سره چې له څه د پاسه نیمې پیړۍ راهیسې له مهمو ننګونو سره مخامخ دی، ملاتړ کړی دی او خپل ملاتړ ته به په همدې شان دوام ورکړي. په کرکوک کې د سولې ټینګښت په دغه هیواد کې د تروریستي سازمانونو په بشپړه توګه له مینځه وړو سره ممکن دي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د شمالي قبرس تورکي جمهوریت د حاکمیت او د تورکي قبرس د خلکو تر ټولو اساسي بشري اړتیاوو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو دوه ګونی چلند او فعالیتونه د هغوې د مکلفیت سره مطابقت نلري. د بې طرفۍ نه مراعات کول او طرف نیول په سیمه کې ملګروملتونو د سوله ساتو ځواکونو اعتبار ته تر ټولو ستره ضربه ده.
په اعلامیه کې د اذربایجان او ارمنستان مسئلې ته په اشارې سره ویل شوي دي چې
"ټولو خواوو، په ځانګړې توګه ارمنستان ته یادونه وشوه چې په جنوبي قفقاز کې د دایمي سولې لاره یوازې د اذربایجان د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت په غیر مشروطه توګه د تاسیس کولو او د هغه قراردادي مکلفیتونو په پوره کولو سره پرانیستل کیدی شي چې زموږ د سیمې د ټولو هیوادونو په سوکالۍ کې مرسته کوي. "دا وویل شول چې دا به د ثبات د یقیني کولو لپاره د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي."
په دې کتنه کې چې په اوکراین کې د روانې جګړې په اړه د وروستیو پرمختګونو، د هغو اقداماتو په تېره بیا د تورې بحیرې د غلو دانو تړون د بیا احیا په اړه او د کوسوو د پېښو او د بالکان د سیمې د وروستیو حالاتو په اړه خبرې وشوې.
همداشان په اعلامیه کې د سپتمبر په لسمه په لیبیا کې د سېلاب د ناورین په اړه هم خبرې وشوې او همدارنګه ټینګار وشو چې د لیبیا له دوست او ورور ملت سره چې په سختو شرایطو کې قرار لري مرستې او ملاتړ ته به دوام ورکړي.