ولسمشر اردوغان نن نخچیوان ته ځي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اذربایجان د ولسمشر الهام علیوف په بلنه نن د یو ورځني کاري سفر لپاره نخچیوان ته ځي.

2041661
ولسمشر اردوغان نن نخچیوان ته ځي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اذربایجان د ولسمشر الهام علیوف په بلنه نن د یو ورځني کاري سفر لپاره نخچیوان ته ځي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر اردوغان به په نخچیوان کې د اذربایجان د ولسمشر الهام علی یف سره  په لیدنه کې  د تورکیې او اذربایجان پر اړیکو خبري وکړي  د اوسنیو سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په ځانګړي ډول د قره باغ د وروستیو پرمختګونو په اړه به د نظر تبادله وکړي.

تمه کیږي چې اردوغان او علی یف به د د ایغدر- نخچیوان  د طبیعي ګاز نللیکې  د بنسټ ډبرې ایښودلو په مراسمو کې ګډون وکړي او د عصري شوي نخچیوان نظامي کمپلیکس د پرانیستو په مراسمو کې به هم برخه واخلي.



اړوند خبرونه