د اګست ۳۰ مه د ستر بري کلیزه د هیواد دننه او بهر د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه
د اګست ۳۰ د ستر بري ۱۰۱مه کليزه په ټول هېواد او د هیواد نه بهر په بهرنیو هېوادونو کې د تورکیې په سیاسي نمايندګيو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.



د اګست ۳۰ د ستر بري ۱۰۱مه کليزه په ټول هېواد او د هیواد نه بهر په بهرنیو هېوادونو کې د تورکیې په سیاسي نمايندګيو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.
لومړي مراسم په پلازمینه انقره کې د اتاترک په مزار ( انت کبیر ) کې جوړ شول.
د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ دولتي اراکینو او د سیاسي ګوندونو مشرانو د اګست د ۳۰مې د بریا د ورځې په مناسبت د اتاترک د مزار ( انت کبیر ) زیارت وکړ.
د نوموړو مراسمو په ترڅ کې لومړی ولسمشر اردوغان د اتاترک پر مقبرې د ګلانو ګېډۍ کېښوده او وروسته د اتاترک معنوي حضور ته د درناوي پر پار ، یوه شېبه چوپتیا غوره شوه.
وروسته د تورکیې ملي سرود وغږول شو. ولسمشر اردوغان وروسته د اتاترک د مزار په ځانګړي کتاب کې لاسلیک وکړ او داسې ولیکل !
"ګرانه اتاترک، مونږ په ډیر ویاړ سره د ستر بري چې ستاسې لخوا د تورک ملت د خپلواکۍ او ازادۍ مفکورې ابدي څلي په توګه ترینه یادونه شوې ده، ۱۰۱ مه کلیزه لمانځو.
زمونږ د شانداره تاریخ د مهمو او عطف نقطو نه په نن ورځ ستاسې او جناب عالي ملګرو ، د ملي شورا درنو غړیو او ګرانو شهیدانو نه په ډیرې درناوۍ سره یادونه کوو.
د تورکیې پيړۍ چې هیواد د معاصر مدنیت نه لوړې کچې ته د رسولو د هدف سمبول ګرځیدلی دی ، د دولت او ملت په ګډې همکارۍ سره به د پوره هوډ سره په حقیقت بدل کړو . د هیواد اهدافو د تحقق او د پیړیو پیړیو راهیسې د ملت ارمانونه پوره کولو پورې به مونږ شپه او ورځ په نه ستړي کیدونکي توګه کار کولو ته دوام ورکړو.
روح مو ښاد او یاد مو تل پاتې اوسه.
د ویلو ده چې د اتاترک مزار انت کبیر د دولتي مراسمو نه وروسته خپلې دروازې د هیوادوالو پر مخ پرانیستې .
د اګست ۳۰مه د بري ورځ په هېواد او بهر کې په بېلابېلو مراسمو سره نمانځل کېږي.