د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر په بغداد کې د خپل عراقي‌ سیال سره ولیدل

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل، دوی تمه لري چې عراق به د دوستۍ او ورورولۍ له مخې PKK په رسمي توګه د یوه ترهګر سازمان په توګه په رسمیت وپیژني.

2028125
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر په بغداد کې د خپل عراقي‌ سیال سره ولیدل

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل، دوی تمه لري چې عراق به د دوستۍ او ورورولۍ له مخې PKK په رسمي توګه د یوه ترهګر سازمان په توګه په رسمیت وپیژني.

وزیر فیدان دا خبرې د عراق د بهرنیو چارو له وزیر فواد حسین سره د عراق په پلازمینه بغداد کې د بهرنیو چارو په وزارت کې له لیدنې  وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

فیدان خبري غونډې ته وویل چې  له عراقي سیال سره یې په لیدنه  کې په هراړخیزو موضوعاتو خبرې وکړې، زیاته کړه  چې ددې لیدنې اصلي‌ موضوع له ترهګرۍ سره مبارزه ده.

فیدان دې ته په اشارې سره چې PKK د عراق ګڼ کلي او همدارنګه د سنجار، محمود، قندیل او سلیمانیه سیمې نیولې دي. دغه ترهګره ډله هڅه کوي چې دغه سیمې د سوریې او عراق ترمنځ د سرحدونو په نظر کې نیولو سره د ترهګرۍ په دهلیز سره یو ځای کړي.

وزیر فیدان ټینګار وکړ چې تورکیه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له عراق سره ګډ کار کولو ته چمتو ده.

 

"موږ د خپلو عراقي وروڼو د PKK پر ضد په هره کچه د مبارزې ملاتړ کوو، کوم چې د امپریالستو قوتونو په اجیرو ځواکونو بدل شوي دي . موږ له (عراق) څخه  د دوستۍ او ورورګلوۍ  له مخې تمه لرو چې PKK ترهګریز سازمان په رسمي توګه د یو ترهګریز سازمان په توګه وپیژني."

موږ چمتو یو چې د عراق سره یوځای د هر ډول تروریستي سازمانونو په وړاندې خوا پي کاکا وي ، خوا داعش او یا بله کومه ډله ، ګډه مبارزه وکړو. د ټولو هغه ترهګرو ډلو او سازمانونو پر خلاف  چې د عراق ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي یووالي  ته ګواښ جوړوي‌ او په نښه کوي يي. مونږ  د خپلو عراقي وروڼو ثبات او هوساینې نه ملاتړ کوو.



اړوند خبرونه