ولسمشر اردوغان په هنګري کې ډیرې مهمې لیدنې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د هنګري له لومړي وزیر ویکتور اوربان سره لیدنه وکړه.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د هنګري له لومړي وزیر ویکتور اوربان سره لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان چې د هنګري د لومړي وزیر ویکتور اوربان په رسمي بلنه نوموړي هیواد ته سفر کړی وو ، د هنګري په پلازمینه بوډاپست کې د کارمیلتا په تاریخي خانقاه کې سره لیدنه وکړه. په لیدنه کې د تورکیې او هنګري د اړیکو او همدارنګه په اروپايي ټولنه کې د تورکیې د بشپړ غړیتوب د بهیر او د سیمې او نړۍ په پرمختګونو خبرې وشوې.
اردوغان د خپل دې سفر په چوکاټ کې په بوداپست کې د اوزبیکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف او ورسره پلاوي سره هم وکتل.
په دې لیدنه کې د سیمې او نړۍ په پرمختګونو او همدارنګه د تورکیې او اوزبیکستان د اړیکو په اړه خبرې وشوې.
رجب طیب اردوغان وروسته د سربستان له ولسمشر الکساندر ووچیچ سره وکتل.
په دې لیدنه کې د تورکیې او سربستان د اړیکو او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وشوې.
ولسمشر اردوغان پدې لیدنه کې ددې په څرګندولو سره چې سربستان په بالکان کې د سولې او ثبات په برخه کې د یو مهم هیواد په توګه ویني او وویل چې د تورکیې او سربستان اړیکې په تاریخ کې تر ټولو لوړې سویې ته رسیدلي دي.
له دغو کتنو وروسته ولسمشر اردوغان د بوداپست د ۲۰۲۳ کال د نړۍ د اتلتیکو د اتلولیو د نارینه وو د ۱۰۰ مترو د ځغاستې پایلوبې سیالۍ ننداره وکړه .ولسمشر اردوغان دلته د اذربایجان له ولسمشر الهام علییف او د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په لوبغالي کې خبرې وکړې.
اردوغان په بوداپست کې د هنګري له ولسمشرې کاتالین نوواک سره هم ولیدل.
په دې لیدنه کې ولسمشر اردوغان د هنګري ولسمشرۍ ته ددې هیواد د تاسیس د ورځې په مناسبت مبارکي وویله د دواړو هیوادونو د اړیکو او د سیمې او نړۍ په مسایلو خبرې وکړې.
اردوغان د بوسنیا او هرزګوینا د ولسمشرۍ د شورا له غړې زیلجکا سیویجانویچ هم ولیدل.
په دې کتنه کې د تورکیې او بوسنیا هرزګوینا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او د شته همکاریو د لا ژورولو لپاره د اقداماتو په اړه خبرې وشوې.
ولسمشر په بوداپست کې له خپلو تماسونو وروسته تورکیې ته راستون شو.
له بلې خوا اردوغان د خپل هنګري د سفر په اړه په خپل ټولنیزه میډیا کې پيغام خپور کړی دی.
"نن، موږ په بوداپست کې د هنګري د تاسیس د کلیزې په مناسبت، زموږ د ستراتیژیک ملګري او د ناټو متحد هیواد او د ورزش د نړیوالو سیالیو د مراسمو په ترڅ کې د خپل سفر په ترڅ کې د هنګري له ولسمشرې او لومړي وزیر او نورو رابلل شوو میلمنو سره لیدنې وکړې."
ولسمشر اردوغان پدې پيغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې تورکیه د هنګري سره په هره برخه کې ډیرې قوي او ژورې اړیکې لري او زیاته کړه ،
"موږ د خپلو اړیکو په ټولو اړخونو کې د پام وړ پرمختګ کړی. زموږ دوه اړخیزو سوداګریزو حجم تر ټولو لوړ حد ته رسیدلی چې په ۲۰۲۲ کې به د درې نیم میلیارد ډالرو ته د رسیدو سره یو ریکارټ مات کړ. موږ باور لرو چې موږ به د سوداګرۍ حجم د ۶ میلیارد ډالرو هدف ته ورسیږو.". زه هیله لرم چې زموږ لیدنه، زمونږ ترمنځ د اړیکو د لا پياوړتیا او پرمختګ سره مرسته وکړي."
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله