د تورکیې د ملي‌ امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.

د تورکیې د ملي‌ امنیت شورا پر مهمو مسئلو خبرې وکړې

2022516
د تورکیې د ملي‌ امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.

د تورکیې د ملي‌ امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست لخوا په خپور شوي‌ بیان کې ویل شوي‌ دي‌ چې

د ملي امنیت شورا د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۹ مه د تورکیې جمهوریت د جمهور رئیس ښاغلي رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه. له غونډې وروسته اعلامیه خپره شوه. په خپره شوې اعلامیه کې راغلي‌ دي‌ چې  په غونډه کې د لاندینو مسئلو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د ملي‌ امنیت شورا  ته  د  کور دننه او بهر  د   PKK/KCK-PYD/YPG، FET او داعش ترهګریزو سازمانونو پر خلاف  چې زموږ ملي یووالي او پیوستون ته ستر  ګواښونو او خطرونو مخامخ کړي‌ دي‌  د  کلک هوډ، عزم او بریالیتوب سره د روانو عملیاتو په اړه پوره معلومات ورکړل شول.

په ځانګړې توګه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  په وړاندې مبارزه کې وروستی پړاو ارزول شوی؛ یو ځل بیا ټینګار شوی چې دغه غداره شبکه چې د تورکیې د ستراتیژیکو لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د امنیت او بهرنۍ تګلارې په برخو کې د تورکیې د ستراتیژیکو لاسته راوړنو د مخنیوي لپاره جوړه شوې او فعاله شوې، په هیڅ صورت به د شتون او فعالیت کولو اجازه ورنکړل شي.

همداشان په اعلامیه کې راغلي‌ دي‌ چې د ډیرو زیاتو قربانیو او سرښندنو په نتیجه کې ګټل شوې د ملي‌ مبارزې په پای کې  د لاسلیک شوي‌  لوزان د سولې د تړون د سلمې کلیزې په مناسبت، دې تړون د تورکیې جمهوریت ته چې کوم مسئولیتونه ورپه غاړه کړي‌ هغه يي په ډیره ښه توګه پر ځای کړي‌ دي. همداشان  دا  تړون  چې د څه باندې یوې پيړۍ راهیسې زمونږ په سیمه کې د سولې او ثبات اساس جوړوي‌ او زمونږ د ملت د ګټو سره سمون لري‌ مونږ يي د تحکیم لپاره ژمن یو.

همداشان په اعلامیه کې راغلي‌ دي‌  چې زموږ د ګاونډي  هیواد عراق سره په ټولو برخو کې زموږ د همکارۍ لا پراختیا به زموږ د هیوادونو او زموږ په سیمه کې د پام وړ لاسته راوړنو سره مرسته وکړي. دې ته اشاره شوې چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت او ثبات د تامین په برخه کې د تورکیې د هڅو صادقانه ملاتړ به د همکارۍ زمینه برابره کړي.

همداشان د ملي‌ امنیت شورا په ننۍ غونډه کې د روسیې او اوکراین ترمنځه د جګړې او وروسته  پړاوونو او زموږ پر سیمه د هغې د احتمالي اغیزو په اړه په تفصیل سره خبرې وشوې. په غونډه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې په تور سمندر كې د تاو تريخوالي زياتېدل به د هيچا په ګټه نه وي۔ له ټولو خواوو وغوښتل شول چې د خبرو اترو مېز ته کښېني او پرته له ځنډه جګړه پای ته ورسوي. دا ټینګار وشو چې د غلې دانې تړون ته راستنیدل به په اړو هیوادونو کې د احتمالي منفي اغیزو مخه ونیسي او د خوراکي توکو په ثبات کې به مرسته وکړي.

همداشان په غونډه کې په  افریقا کې وروستي پرمختګونه چې کیدای شي ټولې لویې وچې  ته خپور شي ارزول شوي. دا وویل شول چې د لویې وچې  د ستونزو لپاره ترټولو مناسب حل یوازې د لویې وچې  اوسیدونکي‌ او اصلي‌ مالکین موندلی  شي.

په اعلامیه کې په هغه  دولتونه چې د وینا د ازادۍ په نامه  د  اسلام په مبارک  دين  او سپڅلي‌ کتاب قرانکریم  د منفورو بریدونو عاملینو ته چې د ملګروملتونو سازمان لخوا هم د کرکۍ وړ جرمونو په توګه بیان شوي‌ دي‌ او  په نړۍ کې د شاوخوا دوه میلیاردو تنو مسلمانانو د ځورونې لامل ګرځي د سزا ورکولو او پدې برخه کې د خپل مسئولیت د پر ځای کولو نه ډډه کوي‌ غږ شوی دی چې ستاسې دا چلند په اصل کې په نړۍ کې د کرکۍ او نفاق تخم کري. هر څه ژر باید دا خبره درک او ددې بریدونو په مخنیوي‌ کې لازم اقدامات ورکړي.  همداشان نوموړو دولتونو ته د اسلاما فوبیا پر خلاف د ګډې مبارزې لپاره بلنه ورکړ شوې ده .

پدې اعلامیه کې د  اقلیم د بدلون اغیزو ، چې په یو نړیوال بحران بدل شوی او  کولی شي د غیرې منظم کډوالۍ  څخه تر  ټولنیز فشارونو پورې ډیرې زیاتې ستونزې رامینځته کړي د حل لارې پر موندولو ټینګار شوی دی. په اعلامیه کې راغلي‌ دي‌ چې د اقلیم بدلون  د داخلي شخړو څخه تر بین المللي شخړو پورې جدي‌ منفي‌ اغیزې تر شا لري. يوازې د نړيوالې ټولنې صادقانه هڅې او همکاري د بشريت دغې ګډې ستونزې ته د حل لاره موندلی شي.



اړوند خبرونه